ورزش

میسي په خپل کیریئر کې «۷۰۰» ګولونه بشپړ کړل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د نړۍ نامتو او مشهور فوټبال ستوري او د برسلونا لوبډلې مشر «لیونل میسي» په خپل فوټبال کیریئر کې «۷۰۰» ګولونه بشپړ کړل.

ارجنټاینی لیونل میسي چې ۳۳ کاله عمر لري، تر دې دمه د برسلونا کلب لوبډلې لپاره ۶۳۰ او د خپل هېواد په ګټه ۷۰ ګولونه وهلي دي.

میسي خپل ۷۰۰م ګول د اتلاتیک مدرید لوبډلې پر وړاندې د جالبې پينالتۍ وهلو سره بشپړ کړ، دغه سیالۍ په ۲-۲ مساوي پای ته ورسېده.

که څه هم روان کال د میسي لپاره له غوره کالونو څخه نه دی خو نوموړی لا هم توانېدلی چې د لالیګا لیګ د روان پړاو تر ټولو زیات ۲۲ ګولونه وهلي او ۱۷ ګول پاسونه ترسره کړي دي.

که څه هم لیونل میسي خپل ۷۰۰م ګول بشپړ کړ خو د لوبډلې بریا نه خپلولو یې دغه خوښي پر نوموړي ونه لوروله، د نوموړي لوبډله چې څه موده وړاندې له ریال مدرید مخکې وه اوس د یوې لوبې په توپیر او ۱ پواینټ سره وروسته شوه، چې د لا لیګا اتلولي خپلول ورته خورا ستونزمن شول.

نوموړی د نړۍ یوازینی لوبغاړی دی چې تر ټولو زیات د بالون ډور سرو زرو توپ جایزې یې په خپل نوم کړي دي، په دویم نمبر کریستیانو رونالډو دی چې پنځه واره یې دغه جایزه خپله کړې ده.

میسي په هسپانوي لیګ «لالیګا» کې له هر بل لوبغاړي زیات ۴۴۱ ګولونه وهلي او تر ټولو زیات ۳۶هیټریکونه یې کړي دي.

لیونل میسي په ۲۰۰۴م کال کې د برسلونا لوبډلې سره یوځای شو چې تر دې دمه یې د یادې لوبډلې په ګټه ۷۲۴ لوبې ترسره کړي دي، ۶۳۰ یې ګولونه وهلي او ۲۷۲ ګول پاسونه یې کړي دي.

نوموړي دغه راز د خپل هېواد په ګټه ۱۳۸ لوبې ترسره کړي، خو په کوم جام ګټلو نه دی توانېدلی. هغه په ۲۰۱۴م کال نړیوال جام کې خپله لوبډله تر پایلوبې ورسوله خو د لوبې په وروستیو شېبو کې یې ماتې وخوړه او یوازینی فرصت یې له لاسه ورکړ.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close