افغانستان

د بندیانو تبادلې په لړ کې طالبانو ۲۰ تنه دولتي بندیان په بغلان کې آزاد کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د بندیانو د تبادلې پروسې په لړ کې طالبانو تیره ورځ ۲۰ تنه دولتي بندیان په بغلان ولایت کې له خپلو بندخونو څخه آزاد کړي دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، په خوشې شوو دولتي بندیانو کې عسکر او پولیس شامل دي، چې د سفریې ورکولو وروسته خپلو کورنیو ته استول شوي دي:

د امریکا متحدو ایالتونو او طالبانو ترمنځ د سولې توافقنامې له مخې د بین الافغاني مذاکراتو له پیل دمخه باید ۵۰۰۰ طالب بندیان آزاد شي، چې د حکومتي ویاندویانو له قوله تراوسه نیږدې څلور زره طالب بندیان له بګرام، څرخي پله او ولایاتو له زندانونو څخه آزاد شوي دي.

که څه هم د حکومت لخوا د پاتې ۱۰۰۰ طالب بندیانو پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ ده؛ خو د سیمې درې هېوادونو ته د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له سفر سره همهاله د طالبانو لخوا د بندیانو تبادلې ټکنۍ پروسه یوځل بیا د بندیانو په خلاصون سره خوځېدلې، چې د شنونکو په باور په راتلونکو دوه اونیو کې د بندیانو پروسې تکمیل او بین الافغاني مذاکراتو د پيل احتمالات ډیر قوي شوي دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close