افغانستانسولې اړوند خبرونه

خلیلزاد: سوکاله افغانستان د منځنۍ اسیا د ثبات، سولې او سوکالۍ لپاره مهم دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د سولې لپاره  د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» وایي، د افغانستان امنیت او ثبات د بشپړې منځنۍ اسیا د ثبات او امنیت لپاره اړین دی.

خلیلزاد دغه څرګندونې د تاجیکستان، ترکمنستان، قزاقستان او قیرقیز جمهوریت له باندنیو چارو وزیرانو سره له ناستې وروسته کړې.

خلیلزاد چې په تازه سفر کې یې د نړیوالې پراختیا لپاره د امریکايي ادارې «USDFC» مشر «ایډم بیوهلر» او یو اقتصادي پلاوی هم ملتیا کوي، د خپلو لیدنو په اړه پر ټویټر لیکلي «ايډم بیوهلر او ما په تاشکند کې ښه ملاقاتونه لرل. ورځ مو له باندنیو چارو وزیر کاملوف او ځانګړي‌ استازي ارګاشف سره پیل کړه او بیا د C۵ +۱ له پاتو باندنیو چارو وزیرانو (تاجیکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قیرقیز جمهوریت) سره یوځای شوو.»

نوموړي زیاته کړې «یو باثباته او سوکاله افغانستان په منځنۍ آسیا کې د سیمیزې سولې، امنیت او سوکالې لپاره مُهم دی؛ یوه منځنۍ آسیا چې له بااقتداره او خپلواکه دولتونو جوړه وي او له افغانستان سره په ګډه د سویلیزې آسیا نښلتیا لپاره کار وکړي، به د سیمې او متحدو ایالتونو په ګټه وي.»

د خلیلزاد له قوله، دوی د خپلو لیدنو په مهال د پانګونې او د پانګونې لپاره د شته فرصتونو په اړه غږېدلي او د سیمې د ودې لپاره د یوه جمعي صندوق پر څرنګوالي یې خبرې کړې.

یاده دې وي، چې خلیلزاد تر دې وړاندې د کابل حکومت له دواړو شریکانو «عبدالله عبدالله» او «اشرف غني» سره هم د ويډيويي کنفرانس له لارې خبرې کړې وې او د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو، د بندیانو د خلاصون د پروسې په بشپړېدو او له افغان سولې پروسې څخه د سیمې د ملاتړ د جلبولو په اړه ورسره غږېدلی و.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

خلیلزاد به تر پایه هڅه وکړی چی په یو نه یو ډول طالبانو ته تاوان ورورسوی ، دا خبیث به اوسهم دا فکر کوی چی ګوندی طالبان به هم خدای مکړه لکه ځنی پلورل سوی پخوانی تنظیمی رهبران په پیسو او نورو پوچو وعدو تیرباسی او د خپل سپیڅلی مسیر(اسلامی نظام) څخه یی منحرفه کړی . خلیلزاد که هر څومره خپل شیطانی مکرونه پکار واچوی بیابه هم نامراده او ناکامه وی پدیچی طالبان په پیسو ، مقامونو او د کفارو په پوچو وعدو او اخطارونو نه خطاوزی او نه به هم د خپل سپیڅلی ارمان او هدف څخه په شا… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close