نړۍ

وسلوال کس دپاکستاني طالبانو لوړرتبه قومندان وواژه

an_armed_man_killed_Pakistni_Taliban_senior_commander(نن ټکی اسیا جون ۲۰۱۱/۲۷) ډیره اسماعیل خان: دافغانستان سره پولي ته څیرمه یو وسلوال کس چي په تورو هندارو لرونکي موټر کی سپور وو دپاکستاني طالبانو پریوه قومندان چي موټرسایکل باندي روان وو ډزي وکړي اوځاي پرځای یی وواژه.

دپاکستاني څارګري اداري کارکونکو خبرورکړي دي چي وژل شوی کس  دطالبانو یو وتلي قومندان وو اوپه سلګونو سرښندونکي یی روزلي،

نوموړی زیاته کړه شاکرالله شاکر چي دمیرام شاه بازارته څیرمه پرموټرسایکل باندي سپوروو، دیوبل ناپیژانده کس له لوري چي دتورو هندارو لرونکي موټرکي سپور وو ورباندي ډزی شوي اوځاي پرځای یی وواژه.

شاکرالله چي دپاکستاني طالبانو دیوڅانګي فدایان اسلام ویاند هم وو، یووخت کي له رسنیو سره په خبروکي وویل چي دنوموړي ډلی له زرو څخه زیات سرښندونکی کسان روزلي دي.

دنوموړي دوژني پړه تراوسه پوري چاپرغاړه نه ده اخیستي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x