نړۍ

مصر: ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه چاودنې مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسيا: مصري رسنۍ وايي، چې د مصر پلازمېنه قاهره کې ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه چاودنه شوې ده.
راپورونه وايي، چې دغه چاودنه کې د پوليسو يو ډګروال وژل شوی او شپږ تنه نور ټپيان دي.
د مصر کورنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې لومړۍ چاودنې د پوليسو د يو ډګروال وژلی او شپږتنه نور يې ټپيان کړي دي او دوهم ماين يې مخکې له مخکې خنثا کړی دی.
دا چاودنې په داسې حال کې وشوې، چې د مصر نوی حکومت د ولسمشر محمد مرسي پر خلاف د پوځي کودتا کليزې د لمناځلو تياری کوي.
د مصر امنيتي ځواکونو پلازمېنه قاهره او نورو سترو ښارونو کې کلک امنيتي تدابير نيولي دي.
پرون شنبه هم د مصر سيناء ولايت کې هم څلور مصري پوځيان د نا څرګندو وسله والو لخوا وژل شوي وو.
د پېښې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x