افغانستان

اشرف غني لوګر ته تللی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت مشر «اشرف غني» نن سهار د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د لوګر ولایت مرکز «پل علم» ښار ته رسېدلی.

د ارګ له لوري په دې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې غني به د لوګر ولایت له نظامي او ملکي چارواکو، قومي مشرانو، متنفذینو، ښځو او ځوانانو سره وګوري او د هغوی وړاندیزونه او نظرونه به واوري.

لوګر چې د اشرف غني پلرنی ټاټوبی دی، د نوموړي له رسېدو سره هم مهاله یې فضاء چورلکو نیولې او د سرچینو په حواله په ځینو ځایونو کې چورلکو وارخطاء او بې هدفه فیرونه هم کړي.

غني داسې مهال د لوګر مرکز ته ځي چې په کلي کې یې له پلار ور پاتې ځمکه لا هم د طالبانو تر واک لاندې ده او عشر او زکات یې د هغوی له لوري ټولېږي.

څرګنده نه ده، چې غني به لوګر ته د سفر په مهال له پلاره د ور پاتې ځمکې د واک د لاسته راوړلو لپاره کوم پلان ولري که نه؟

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نواب

دنن اسیا محترم ادمین صاحب تقریبا دا ۲ میاشتی کیژی چه ویب پانه مو گده وده بیسوره ده،لطفا دا سمه کری.مننه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close