افغانستان

طالبانو په لوګر کې ۴ تنه مسلح غله نیولي

نن ټکی اسیا (چهارشبنه، ۱۱ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د لوګر ولایت په خوشي ولسوالۍ کې ۴ تنه مسلح غله د طالبانو لخوا لاس په لاس نیول شوي دي.

د طالبانو په رسمي ویب پاڼه د خپاره شوي خبر له مخې پرون د سه شنبې په ورځ د خوشي ولسوالۍ په «کنداب» کلي کې ۴ تنه مسلح غله د طالبانو لخوا لاس په لاس نیول شوي او دوسیه یې محکمې ته سپارل شوې ده:

« پرون سهار مجاهدینو د لوګر ولایت، خوشي ولسوالۍ اړوند کنداب سیمه کې ۴ وسله وال غله چې خلک به یې لوټل لاس په لاس نیولي او شرعي محکمې ته سپارلي دي.»

باید وویل شي چې طالبانو تردې وړاندې هم د هېواد په یو شمیر سیمو کې مسلح غله او اختطافګر نیولي او له محاکمې وروسته په جزا رسولي دي.

د تیرې جمعې په ورځ هم طالبانو د فاریاب ولایت په قیصار او پښتونکوټ ولسوالیو کې دوه تنه غله او اختطافګر له یوکال محاکمې او تحقیق وروسته د عامو خلکو ترمخه په دار وځړول، چې له امله یې د سیمې خلکو خوښي ښکاره کړه او د طالبانو له دغه کار څخه یې هرکلی وکړ.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

زر تر زره یی کار خلاص کړی کنه نو ممکن د بنددیانو په لست کی به حکومت ته وسپارل شی ځکه چی طالبانو سره حکومتی کسان دومره نشته چی د زرو کسانو تعداد برابر کړی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close