روغتیا

د کرونا وبا مثبتو پېښو په اړه امریکا ته خبرداری ورکول شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د امریکا په متحده ایالتونو کې د ساري ناروغۍ کارپوه انتوني فوچي خبرداری ورکړی چې په امریکا کې اوسمهال د کرونا وبا ورځنۍ پېښې ۴۰زرو ته رسیږي خو که چیرې نوې بندیزونه په پام کې ونه نېول شي دغه شمېره به ۱۰۰زرو ته پورته شي.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور سره سم، د مشرانو جرګې د غونډې پرمهال فوچي وویل، که چیرې موږ د کرونا پر وړاندې نوي بندیزونه پورې نه کړو، ورځنۍ پېښې ۱۰۰ زرو ته رسېدل به د حیرانتیا وړ خبره نه وي، هغه زیاتوي، «زه تر ډیره اندیښمن یم ځکه چې حالات بدترین خواته روان دي».

تېره جمعه د جون په ۲۶مه نېټه په امریکا کې پر یوه ورځ د کرونا ویروس تر ټولو زیاتې (۴۷زره) پېښې ثبت شوې وې، چې اوس هم په ورځني ډول له ۴۰زرو زیاتې پېښې ثبتیږي خو د مړینې کچه نسبتا ټيټه شوې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې د کرونا وبا له کبله به په امریکا کې د دویم وار لپاره بندیزونه ونه لګوي، هغه باوري دی چې ډیر ژر به دغه وبا تر کنترول لاندې کړي، خو طبي پوهان د نوموړي له نظر سره موافق نه دي او په هېواد کې حالت ناسم خواته روان اټکلوي.

امریکا یوازینی هېواد دی چې له کرونا سخت وځپل شو، دغه هېواد کې مثبتې پېښې ۲.۷۲ ملیونه، د قربانیانو شمېر ۱۳۰زره او د بیرته روغ شویو کسانو شمېر ۸۲۹زرو ته رسېدلی دی.

د چین له ووهان ښار څخه دغې خپرې شوې وبا په ټوله نړۍ کې تر دې مهاله ۱۰ نیم ملیونه کسان نیولي چې له مخې یې ۵۱۱زره مړه شوي او ۵.۳۴ ملیونه بیرته روغ شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx