روغتیانړۍ

امریکا د کرونا ضد درمل «ریمډیسویر» د ټولې نړۍ زیرمه ځان ته واخیسته

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د امریکا متحده ایالتونو د «ایبولا» ناروغۍ درملنې لپاره کاریدونکي درمل (ریمډیسویر) چې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ لپاره هم د پام وړ او موثر ثابت شوي، د ټولې نړۍ سټاک یا زیرمه د خپل ځان لپاره اخیستې ده.

د بریتانوۍ ورځپاڼې «انډیپنډینټ» د راپور سره سم، د امریکا د روغتیا او بشري خدماتو څانګې اعلان وکړ چې د ولسمشر ټرمپ ادارې له ګیلېډ شرکت سره د دې درملو د رانیولو لپاره یو ښه تړون لاسلیک کړی.

د دې تړون له مخې به امریکا ددې درملو ۵۰۰زره خوراکه ترلاسه کوي، دا په دې مانا ده چې د جولایي میاشتې جوړېدونکي ټول او د اګست او سپتمبر میاشتې ۹۰ سلنه درمل به امریکا ته ځي.

دا درمل د ګیلېډ په نامه شرکت لخوا جوړېږي او په امریکا او برتانیا کې لومړي درمل دي چې‌ د روغتیایي چارواکو په وینا، د کرونا ویروس جدي ناروغانو سره مرسته کولی شي.Might The Experimental Drug Remdesivir Work Against COVID-19 ...

څيړنې ښيي د کوویډ-۱۹ هغه ناروغان چې «ریمډیسویر» کاروي نسبتا ژر ښه کیږي، خو بیا هم سره له دې دا نه ده ثابته شوې چې د ناروغانو د ژوند ژغورلو احتمال زیات کړي.

د امریکا یادې پریکړې د نورې نړۍ په ګډون اروپایي هېوادونه هم اندیښمن کړي چې ویره شته ښایي دغه هېوادونه له یادو درملو بې برخې شي او د کرونا په شمول د نورو ویروسي ناروغیو مخه نېولو کې پاتې راشي.

ریمډیسویر د ویروس ضد یو ډول درمل دي چې پخوا د ایبولا ناروغۍ پر ضد کاریدلي، دا درمل په بدن کې هغه انزایمونه له منځه وړي د کومو په مرسته چې یو ویروس د انسان په حجرو کې وده کوي او خوریږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
پتنګ

دا دوا واکسین نده یواځې د ایمون سیستم قوي کوي چې دمرض اوړدوالی لنډوي ، خو مونږ له طبیعته هم ځینې مواد لرو چې د ایمون سیستم قوي کوي چې هغه انګوا یا سونډ دي چې له يوې ًقاشقې شهتو او دشنو لیمو د اوبو سره میده کیږي چې یوه د چای قاشقه سهر او یوه بیګا خوړل کیږي او دفاعي سیستم تقویه کوي !!

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close