د واحد فقیري سیاسي نوټونه

د امریکايي عسکرو د وژلو لپاره د جایزې په هکله د روسانو عکس العمل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د امریکا مشهوره سیاسي مجله نیوزویک د جولای پر اوله لیکي د کرمیلن ویاند ښاغلی پیسکوف په غیر دپلوماتیکي انداز سره هغه رپوټ «۱۰۰ فیصده چټییاټ» وباله چي وايي روسانو په افغانستان کي د امریکايي عسکرو د وژلو لپاره طالبانو ته مربوط افراطیانو ته انعامونه وېشل.

نیوزویک لیکي ښاغلي پيسکوف این بي سي ټیلویزیون ته وویل،«هیڅ امریکايي دپلومات او استازي دا خبره هیڅکله د روسي سیالانو سره نده مطرح کړې.» 

مجله لیکي د افغانستان لپاره د روسیې خاص استازی ضمیر کابلوف دا رپوټ «سمدم فېک نیوز» وباله. هغه زیاته کړه،«دا زموږ لپاره د شرم خبره ده چي پر دې راز سوچ پوچ درواغو باندي وخت ضایع کړو.»

کابلوف وايي،«البته دا څرګنده خبره ده چي په متحده ایالاتو کي داسي قوتونه سته چي نه غواړي افغانستان خوشي کړي. هغوی هڅه کوي چي خپله ناکامي توجیه کړي.»

نیوزویک لیکي په واشنګټن کي د روسیې سفارت دا رپوټ «بې بنیاده» ګڼي. د روسیې سفارت اضافه کوي چي همدې پروپاګند «همدااوس په واشنګټن او لندن کي د روسیي دپلوماتانو او نورو کارکونکو ژوند د خطر سره مواجه کړی دی.»

بلخوا، په برتانیې کي د روسې سفارت وايي،«ګرده درواغجني کیسې یو شان وي: منابع خپل نوم نه ذکر کوي. هیڅ ثبوت نه وړاندي کوي. ټوله افسانې وي.»

نیوزویک لیکي د روسیې خارجه وزارت په یوې اعلامیې کي ویلي دي،«دا افسانې د امریکا د استخباراتو ټېټه ذهني سویه ښيي. د امریکا د پروپاګنډیانو ټېټ کیفیت برملا کوي. ځکه هغوی د دې پر ځای چي څه ښې افسانې جوړي کړي، دا راز ماشومانه چرندیاتو ته یې مخه کړې ده. خو د امریکا د استخباراتو څخه د بل شي توقع هم نه سي کېدای، ځکه هغوی د افغانستان په شل کلن جنګ کي پوره ناکامه سويدي.»

د کرمیلن اخبار پراودا د نیویارک ټایمز دا تورونه د امریکا «بدوي او شډل چټییاټ» بولي. یو روسی سیاسي مبصر دا سوال مطرح کوي چي نیویارک ټایمز پدې برخه څه اسناد لري؟ «هیڅ.» 

بل روسی لیکوال باور لري چي دا الزامونه په امریکا کي د انتخاباتو لپاره کېږي. ځکه تېر ځل هم روسیه د امریکا په انتخاباتو کي په مداخلې تورنه سوې وه. هغه زیاتوي د قتل لپاره انعام اېښودل، دا د امریکایانو او برتانویانو لرغونی دود دی. «بلخوا، روسیه د طالبانو له کامیابۍ سره هیڅ علاقه نه لري، ځکه دا به په مرکزي اسیا کي د اسلامي ډلو فشار لا زیات کړي.» 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

جوړ تازه،
تاریخ هیڅ شی پټ نه پریږدی،امریکایانو وژل د طالیبانو له خوا ،هم د پیسو لپاره وه،
طالیبانو د جهاد نعری وهلی.خو د امریکایی وژل یی د روسانو پیسو لپاره وه،
همداسی مجاهدینو روسان د پیسو لپاره وژل،د امریکا پیسی یی د سعودی په لاس تر لاسه کولی.
اوس روسان د هر امریکایی په قتل پیسی ورکوی،
الله ج د هر چا د اعمال څخه خبر دی،
نور به به څه اوری ؟ انتظار کوی.تاریخ ثبت کیږی.
خو کاش چه په اسلام او دین باندی تجارت نه وی راوان،

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close