نړۍ

په اوکراین کې یو روسی ژورنالیست وژل شوی

نن ټکی آسیا: تېره شپه د اوکراین په سویل کې، په ډونیټسک سېمه کې د روسيې د دولتي تلویزیون یو ژورنالیست وژل شوی.
د روسیې د دولتي تلویزیون له لورې نن د دوشنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دوی عکاس ژورنالیست اناتولي کلیان تېره شپه ناوخته هغه مهال په ډزو ولګېد او ووژل شو، چې غوښتل يې په سېمه کې د اوکرایني پوځيانو له یوې پوځي قطعې څخه فلم واخلي.
د سرچینې په خبره، ۶۸ کلن اناتولي کلیان غوښتل په سېمه کې د پوځي قطعو ،جنګیالیو او جګړیزو صحنو فلمونه ثبت کړي.
ویل کېږي، چې دغه ژورنالیست د سفر پر مهال د هغو پوځیانو د میندو سره ملتیا کوله، چې غوښتل یې د جګړې په ډګر کې ښکېل بچیان له نږدې وګوري او له ځان سره یې کورونو ته ستانه کړي.
د خبرپاڼې په وینا، کلیان وروسته له هغې ساه ورکړه ، چې له ټپي کېدا وروسته د موټر سپرو خلکو له سېمي څخه پښې سپکې کړې او دی یوازې پرېښود.
د روسیې حکومت د خپل ژورنالیست پر مړينه خواشینې ښودلې ، له کیف څخه یې د پېښي د پلټنو ترڅنګ یې د ورته پېښو د مخنیوي غوښتنه کړې.
د یادونې وړ ده، چې په اوکراین کې د روان کړکېچ او لانجې له پیل سره هم مهاله د نورو ملکي وګړو ترڅنګ ژورنالیستان او خبریالان له ګڼو ستونزو سره لاس و ګریوان دي او تر دې مهاله ورته پام وړ مرګ ژوبله هم اوښتې .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x