د نن سرلیکنه

ولس وژنې ته باید توجیهات و نه لټول شي!

نن ټکی اسیا سرلیکنه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازۍ (يونما) او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسون وايي چې د تیرې دو شنبې په ورځ د هلمند د سنګين ولسوالۍ پر ګنج سیمې توغندويي برید دولتي ځواکونو کړی دی.

د دولتي ځواکونو په دې بريد کې خواوشا ۳۰ تنه ولسي وګړي مړه او په لسګونو نور ژوبل شول چې ډیری يې ماشومان او تنکي ځوانان وو.

که څه هم چې د هلمند دولتي چارواکي لا هم د برید له ترسره کولو انکار کوي مګر يونما په خپل وروستي ټويټ کې په دې اړه لیکلي:

“د یوناما لومړنۍ او بې پرې موندنې ښيي چې د افغان ملي پوځ د هاوان ډزو د دوشنبې په ورځ ولسي وګړو ته درنه مرګ ژوبله واړوله.”

خو یوناما په یاد ټویټ کې دا هم ورسره اضافه کړې چې : (( باوري سرچينې تاییدوي چې افغان ملي پوځ د طالبانو د ډزو په ځواب کې د هاوان وژونکې ګولۍ ويشتې او نښه ترې خطا شوې ده. ))

یوناما ته د یوه بي پري سازمان په حیث دا مناسبه نه ده چې په افغانستان کې د جګړې ښکیلو لورو په تیره کابل حکومت تته په ولس وژنې کې پلمې او مبررات په لاس ورکړي.

ورځه په هلمند کې به د سنګین د فاجعې لامل د طالبانو د برید په مقابل کې د دولتي ځواکونو ځوابي برید مبرر وګڼل شي، خو په بلخ کې چې دولتي ځواکونو په هوايي بمبار کې د یوې کورنۍ (۹) تنه ووژل هلته به یې لامل څه وبلل شي؟

همدا راز به د خوست په دوه مانده ، د لوګر په ګومبزي ، د بادغیس په بالامرغاب او … کې د ولسي خلګو پر کلیو او کورونو د دولتي بریدونو موجب څه وګڼل شي؟
یوناما ته په کار دي چې د یوه مسؤل جهت په توګه د کابل حکومت لخوا د ولسي خلګو پر کلیو او کورونو د توپونو ویشتلو او د پر لپسي وژنو مخه ونیسي؛ نه دا چې د هغو لپاره د عام وژنو او قتلونو مبررات ولټوي.

ځکه دغه مبررات او پلمه لټونې په حقیقت کې له قاتلینو سره د ولسي خلګو په وژنه کې مرسته کوي او هغوي نور هم عام وژنې ته هڅوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

جوړ تازه. د دوهمی نړیوال جنګ جنګیالی چه پنځه کاله وجنګیدل په جنګ کی قتلونه وکړل چه بالاخره دا جنګیالی په قتل کولو داسی اموخته شول لکه یو پوډری چه په پوډرو اموخته شی، په کومه ورځ به یی چه قتل او څوک زخمی نه کړل ټول وجود به یی درد کوه، کله چه دوهمه نړیواله جګړه پای ته ورسیده ،نو دا کسانو په خپل سر جیلونه او د شکنجه ځایونه په پټه له دولتونو اداره کول چه بیا به یی هلته هر څه تر سره کول. دا کسان بالاخره افشا فرانسه،جرمنی،بلجیم،هالند دولتونو ونیول ،د څارانولانو او ډاکترانو په تحقیق… نور لوستل »

سرفراز زنیخېل

دا معلومه خبره ده چی د کابل آداره د ړنګیدو په درشل کی ده مګر راتلونکی حکومت باید ددولتی آداری واحدونو او عسکری جزوتامونو دپاره داسی یو منظم پلان جوړ کړی چی له مخی یی ټول ناهله بی کفایته او هغوی چی لاسونه یی زموږ دولس په وینو سره دی تر کلونو کلونو تعقیب او څارنې لاندی ونیسی او دخپلو خلکو دوژنې او ربړونی سزا ووینی اونور باید په دې وطن کی څوک په هیڅ صورت دا جرآت ونکړی تر څو دخپل ولس دوژلو او یا زورولو پلان دخارجی استحباراتو په همکارۍ تر سره کړی.ټول هغه غله غضب کونکی دشر… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close