نن ټکی اسیا

ولس وژنې ته باید توجیهات و نه لټول شي!

نن ټکی اسیا سرلیکنه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازۍ (يونما) او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسون وايي چې د تیرې دو شنبې په ورځ د هلمند د سنګين ولسوالۍ پر ګنج سیمې توغندويي برید دولتي ځواکونو کړی دی.

د دولتي ځواکونو په دې بريد کې خواوشا ۳۰ تنه ولسي وګړي مړه او په لسګونو نور ژوبل شول چې ډیری يې ماشومان او تنکي ځوانان وو.

که څه هم چې د هلمند دولتي چارواکي لا هم د برید له ترسره کولو انکار کوي مګر يونما په خپل وروستي ټويټ کې په دې اړه لیکلي:

“د یوناما لومړنۍ او بې پرې موندنې ښيي چې د افغان ملي پوځ د هاوان ډزو د دوشنبې په ورځ ولسي وګړو ته درنه مرګ ژوبله واړوله.”

خو یوناما په یاد ټویټ کې دا هم ورسره اضافه کړې چې : (( باوري سرچينې تاییدوي چې افغان ملي پوځ د طالبانو د ډزو په ځواب کې د هاوان وژونکې ګولۍ ويشتې او نښه ترې خطا شوې ده. ))

یوناما ته د یوه بي پري سازمان په حیث دا مناسبه نه ده چې په افغانستان کې د جګړې ښکیلو لورو په تیره کابل حکومت تته په ولس وژنې کې پلمې او مبررات په لاس ورکړي.

ورځه په هلمند کې به د سنګین د فاجعې لامل د طالبانو د برید په مقابل کې د دولتي ځواکونو ځوابي برید مبرر وګڼل شي، خو په بلخ کې چې دولتي ځواکونو په هوايي بمبار کې د یوې کورنۍ (۹) تنه ووژل هلته به یې لامل څه وبلل شي؟

همدا راز به د خوست په دوه مانده ، د لوګر په ګومبزي ، د بادغیس په بالامرغاب او … کې د ولسي خلګو پر کلیو او کورونو د دولتي بریدونو موجب څه وګڼل شي؟
یوناما ته په کار دي چې د یوه مسؤل جهت په توګه د کابل حکومت لخوا د ولسي خلګو پر کلیو او کورونو د توپونو ویشتلو او د پر لپسي وژنو مخه ونیسي؛ نه دا چې د هغو لپاره د عام وژنو او قتلونو مبررات ولټوي.

ځکه دغه مبررات او پلمه لټونې په حقیقت کې له قاتلینو سره د ولسي خلګو په وژنه کې مرسته کوي او هغوي نور هم عام وژنې ته هڅوي.