افغانستان

مزارشریف کې د غبرګو چاودنو له کبله ۱۰ تنه مړه او ژوبل شول

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): امنیتي چارواکي وايي، د بلخ ولایت مرکز مزارشریف کې نن ماخوستن د غبرګو بمي چاودنو له کبله د پولیسو د افسر په ګډون ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل رسنیو ته ویلي، نن ماخوستن شاوخوا نهه نیمې بجې د مزارشریف ښار درېیمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې لومړی یوه بمي چاودنه رامنځ ته شوه، چې له امله یې یو تن د ټیکسي موټر چلوونکی ټپي شو.

نوموړی زیاتوي، وروسته چې کله پولیس د پېښې ځای ته ورځي، دوهمه چاودنه هم رامنځ ته کیږي، د کومې پایله کې چې د پولیسو یو افسر وژل شوی او د درېیمې امنیتي حوزې د آمر په ګډون ۵ پولیس او درې ملکیان ټپیان شوي دي.

د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند په خبره لومړۍ چاودنه په یو ګلدان کې د ځای پرځای شوي ماین له کبله رامنځ ته شوې او دوهمه چاودنه هغه مهال ترسره شوه، کله چې پولیسو غوښتل د لومړۍ چاودنې په هکله تحقیقات ترسره کړي.

په ورته مزارشریف ښار کې د بوعلي سینا روغتون سرپرست رسنیو ته ویلي، له دغو چاودنو څخه یو جسد او لس ټپيان ور انتقال شوي، چې د ۳ تنو ټپيانو حالت نازک ښودل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close