
پاکستان پر «PUBG» ګیم لنډمهاله بندیز ولګاوه
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د پاکستان د مخابراتو او ټکنالوژي ادارې پریکړه کړې چې په اوس وخت کې د نړۍ تر ټولو مشهوره انترنیتي لوبه پب جي PUBG د ځینو لاملونو له کبله د ټاکلې مودې لپاره بند کړي.
د پاکستان د مخابراتو ادره وایي چې د یاد ګیم پر وړاندې بېلا بېلو شکایتونو په پام کې نیولو سره په لنډمهاله ډول بندیز لګېدلی دی.
د پي ټي ای PTA اعلامیې له مخې، د پب جي ګیم په اړه یې یو شمېر شکایتونه ترلاسه کړي دي، چې له مخې یې د وخت ضیاع او د روږدي کېدو سربېره د ماشومانو په رواني او فزیکي روغتیا سخت منفي اغیز لرل دي.
د پاکستان د مخابراتو ادارې اعلامیه زیاتوي، چې په خواله رسنیو کې د وروستیو معلوماتو له مخې د پب جي ګیم له کبله د ځان وژنې پېښې هم په ګوته شوي دي.
په دې لړ کې پي ټي ای د مرکزي ښار لاهور سترې محکمې ته لارښوونه کړې چې دا مسئله او د خلکو شکایتونه په جدي ډول وڅيړي، او د شکایت کونکو له اوریدلو وروسته یې تصویب کړي. په همدې لړ کې به دا مسئله د جولایي میاشتې په ۹مه نېټه په محکمه کې اوریدل کیږي.
یادې ادارې دا پریکړه هم کړې چې په ژوندۍ بڼه ګیمونو په اړه د خلکو نظرونه واخلي. ددې لپاره یې د جولایي تر لسمې نیټې د یوه ایمیل (consulatation-pubg@pta.gov.pk) له لارې د شکایتونو وړاندې کولو تصمیم نیولی دی.
PTA has received numerous complaints against PUBG wherein it is stated that the game is addictive, wastage of time and poses serious negative impact on physical and psychological health of the children. pic.twitter.com/GDJqTeuTaf
— PTA (@PTAofficialpk) July 1, 2020
باید وویل شي چې وړمه ورځ په لاهور ښار کې یو ۱۸ کلن ځوان په دې خاطر ځان وژنه کړې چې له پب جي ګیم څخه منع شوی و.
سربېره پر دې د پاکستان په ګډون د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم پب جي ګیم د خلکو د ځان وژنې لامل شوی دی، چې په سر کې یې هندوستان هېواد شامل دی.