افغانستانسولې اړوند خبرونه

زلمی خلیلزاد د پاکستان له پوځي او ملکي چارواکو سره د افغان سولې په اړه غږېدلی

ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» چې سیمې ته په تازه سفر کې یې د نړیوالي پراختیا لپاره د امریکایي ادارې «USDFC» مشر «ايډم بیوهلر» هم ملتیا کوي؛ «اسلام اباد» ته رسېدلی او هلته یې ددې هیواد له پوځ مشر «جنرال قمر جاوید باجوه» او د بهرنیو چارو له وزیر «شاه محمود قریشي» سره د افغانستان د سولې او ثبات په اړه خبرې کړې.

په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت له لوري په دې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې خلیلزاد د خپلو لیدنو په مهال د افغان سولې په برخه کې د پاکستان د هڅو قدردانی کړی او ټینګار یې کړی، چې د بین الافغاني مذاکراتو د پيلېدو په لاره کې پاتې مسایل باید ژر تر ژره حل او د  سیمې د ثبات او پرمختګ په موخه باید ټول لوري سولې ته د رسېدو په لاره کې کړې ژمنې پوره کړي.

په ورته وخت کې «ایډم بیوهلر» د پاکستان د اقتصادي وضعیت د رغېدو په اړه غږېدلی او د پانګونې لپاره شته فرصتونه یې راسپړلي.

بل لور ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د خلیلزاد او قریشي په لیدنه کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي «محمد صادق» او نورو چارواکو هم ګډون درلود او په مهال یې، قریشي د افغان سولې په برخه کې د خپل هیواد د هڅو په اړه خبرې کړې.

قریشي یو باثباته افغانستان د سیمې او پاکستان د امنیت لپاره اړین بللی، او تر څنګ یې د امریکا له لوري د خپاره شوي هغه کلني راپور په اړه اندېښنه څرګنده کړې، چې پاکستان پکې د «تروریزم» د ځالو لپاره د خوندي ځای په حیث یاد شوی.

زلمی خلیلزاد چې د قطر، ازبکستان او اسلام اباد په سفر راوتلی، په لړ کې یې د کابل حکومت له دواړو شریکانو «اشرف غني» او «عبدالله عبدالله» سره ویډيویي خبرې کړې.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ترین

دا پاکستان ولی دومره مهم دی چی هر وار خلیلزاد په سفر ور روان وی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close