افغانستانسولې اړوند خبرونه

یوناما: روانه میاشت دوحه کې پیل کېدونکو مذاکراتو ته دې فضاء برابره شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي «يوناما» په هیواد کې د جګړې د شدت او د ملکي تلفاتو د کچې په زیاتوالي خواشیني ښودلې او ټینګار یې کړی، چې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ روانه میاشت پيل کېدونکو احتمالي مذاکراتو ته باید زمینه برابره شي.

د یوناما له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې یاد ماموریت د ملکي تلفاتو د کچې په لوړوالي او پر دیني عالمانو، روغتیايي کارکوونکو، څارنوالانو او خبریالانو باندې د شویو بریدونو په تړاو خواشیني څرګنده کړې او ټینکار یې کړی، چې باید ددې پېښو مسئولین محکمې ته راکړل شي.

د یوناما په خبرپاڼه کې سنګین کې پر میله ځای د دولتي عسکرو برید یاد شوی او د ګڼو نورو ملکي قربانیانو تر څنګ یې د هغه شپږ تنو د وژل کېدو په اړه هم د پلټنو غوښتنه کړې، چې ویل کېږي، پنځه تنه یې څارنوالان و او په بګرام کې يې د طالب زندانیانو د خلاصون پروسه تنظیموله، چې ناڅرګنده وسله والو دندو ته د تګ په مهال په کابل کې ووژل.

د یوناما د ماموریت مشرې «دیبورا لینز» که څه هم څرګنده کړې نه ده، چې مذاکرات به روانه میاشت کې په کومه نېټه پیلېږي؛ خو ټینګار یې کړی، چې باید دې مذاکراتو ته فضاء جوړه شې او دا «بې ساري خبرې» پیل شي.

د دیبورا په خبره «لا هم ځیني ورانکاري شته، چې په افغانستان کې د جګړې د دوام هیله لري، خو که دوی هر ډول تکتیک وکاروي، هڅې به یې بریا ته پرېنښودل شي.»

یوناما په داسې حال کې روانه میاشت په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو د احتمالي پيلېدو خبر ورکوي، چې تر دې دمه له امریکا سره په هوکړه کې د لیکل شویو پنځه زره طالب زندانیانو له ډلې تر زرو ډېر یې په بند کې پاتې دي.

طالبانو که څه هم د خپلو پنځه زره بندیانو تر خلاصون وروسته د بین الافغاني مذاکراتو پیلولو ته چمتووالی ښودلی، خو په بیا، بیا یې ټینګار کړی، چې دوی د حکومت په نامه کوم جوړښت نه پېژني او نه هم د حکومت تر نامه لاندې له کوم جهت سره خبرې کوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close