افغانستانسولې اړوند خبرونه

غني: تر راتلونکې یکشنبې د پاتې طالب زندانیانو په اړه تصمیم نیول کېږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت مشر «اشرف غني» وایي، راتلونکې اوونۍ د پاتې طالب زندانیانو د خلاصون او نه خلاصون او د بین الافغاني مذاکراتو د ځای په اړه تصمیم نیول کېږي.

غني دغه څرګندونې له ملي تلویزون سره د مناظرې تر نامه لاندې په تازه خبرو کې کړې. نوموړي ویلي « د طالبانو د زندانیانو د خوشې کېدو په برخه کې به وروستۍ پرېکړه په څو ورځو کې وشي او دا به معلومه شي چې له پنځو زرو څومره طالبان خوشې کولای شو. تر یکشنبې پورې ما له ټولو بنسټونو غوښتي دي چې هغه بندیان چې طالبان او موږ موافقه پرې کوو باید اخر ته ورسېږي، یعنې نهایي شي.»

غني زیاته کړې « په عین حال کې دا مبادله ده زموږ ټول بندیان چې له طالبانو سره دي باید واضح شي چې چېرته دي او څه وخت خوشې کېږي پرته له دې چې زموږ بندیان خوشې شي دا یو اړخیزه نه‌کېږي.»

نوموړي ددې تر څنګ یاده کړه، چې د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو د نېټې او ځای په اړه بحثونه روان دي، تر دې دمه معین ځای نه دی ټاکل شوی، خو ګڼو هیوادونو ددې خبرو د کوربتوب وړاندیز کړی او ښایي لومړنۍ خبرې قطر کې وشي « واړه خواوې ورباندې غږېږو، قوي احتمال دا دی چې لومړۍ خبرې په قطر کې وشي له هغه وروسته فضل د خدای ډېر هېوادونه دي چې علاقه‌یې نیولې ده، مینه‌یې ښودلې ده، اندونیزیا، ازبکستان، جرمني، ناروې، چین، روسیه، جاپان باندې غږ کولای شو او نورو باندې.»

له طالبانو سره د مذاکراتو په اړه غني یاده کړه، چې ولس په سوله اجماع لري، خو د قیمت په اړه یې اجماع نه لري او هر ډول سوله چې راځي، وروستی تصمیم به یې د مشرانو جرګې، پارلمان او مشورتي لویې جرګې له لوري نیول کېږي.

غني داسې مهال تر راتلونکې اوونۍ د پاتې پنځه زره بندیانو د خلاصون او نه خلاصون د پرېکړې د نهايي کولو خبر ورکوي، چې طالبان وایي، د خپلو پنځه زره بندیانو له خلاصون وروسته تیار دي د یوې اوونۍ دننه بین الافغاني مذکرات پیل کړي.

طالبان لا هم د حکومت په نوم کوم جوړښت په رسمیت نه پېژني او په بین الافغاني مذاکراتو کې د حکومت له استازو سره له مذاکراتو انکار کوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
A saeed

ده خبرو زمرئ
ده عمل ګېدړ
ده قدرت وږئ
کمزورئ شخصېت
دا سړئ ېو شه مدېر ده خو ده مشرتوب اهلېت نه لری
ده مشرتوب لپاره مونږ مؤمېن زړور پوه او مخلص مشر ته ضرورت لرو نه دئ سړی ته.
دئ ته ېو وزارت هغه هم په ېوه سالم حکومت کی او بس.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close