ستاسو نظرنظــر

په بین الافغانی مذاکراتو کې له سیاسي ګوندونو سره څه وشي؟

ميوند سباوون

سیاسي ګوندونه د حکومت او ټولني د ښېرازۍ په برخه کې په ځانګړې توګه د یوه هېواد په سیاسي جوړښت کې اساسي او مهم رول لري. د نړۍ په ګوټ ګوټ کې سترو سياسي ګوندونو د ملي ګټو او شتمنیو په پام کې نیولو سره د خپل هېواد په ګټه مهمې پرېکړې کړي او ګټور ثابت شوي دي. سياسي ګوندونه دحکومتونو په تګلارو د سالم انتقاد په کولو سره، کولای شي د دولت تګلاره بدله کړي. په هر ټولنه او سیاسي نظام کې سیاسي ګوندونو ته اړتیا ليدل کېږي، تر څو حاکم حکومت له کږو تګلارو څخه راوګرځوي.

د افغانستان په تاریخ کې سیاسي ګوندونه، مخالف سیاسي مشران او سیاسي/مدني ټولنې، ددې پر ځای چې د هېواد له موضوع یا له حالاتو سره مرسته وکړي، ډېری وخت خنډونه جوړوي. دا ګوندونه د تاریخ په اوږدو کې په بېلا بیلو مواردو کې له موجوده دولتونو سره په همغږۍ او اتحاد، نه دي رامنځته شوي او نه یې هم کار کړی . سیاسي ګوندونو تل دا هڅه کړې چې د دولت قدرت له ځانه سره ولري او ددې هیلې د پوره کولو لپاره له یو بل سره رقابتونه او مخالفتونه کړي دي؛ ان تر دې چې د ډېرو ویرانیو سبب شوي هم دي. د ګوندونو د قدرت طلبۍ روحیې افغانستان ناوړه حالاتو ته بوولی او د تاریخ پوهانو او شنونکو له نظره د اوسنیو بدبختیو یو له سترو عاملینو د همدې ګوندونو نه پیوستون، شخصي ګټي او د قدرت انحصار دي.

د افغانستان ګوندونه شخصیت محوره دي، ددوی رېښې او اساس یوازې تر یو څو مشرانو پورې محدود وي، د ګوندونو تګلاري یې ډېر ژر بدلیدلای شي او یو ثابت دریځ نه لري. دا ګوندونه د پردیو ډول ته ګډېدونکې دي، معامله ورسره اسانه ده، د مادیاتو او شخصي ګټو پرته په نورو شیانو ډېرې چنې نه وهي. که څوک وغواړي ډېر ژر یې خپلولی شي.

د مشروطيت له غورځنګ څخه بیا تر خلق او پرچم، وروسته تر اسلامي حزب او جمعیته پورې، ټولو د قدرت طلبۍ او د واک د چارو د لاسته را وړولو سوچونه له ځان سره درلودل، ددې سوچونو د ریښتیا کولو لپاره یې له بېلابېلو مشروع او نامشروع لارو کار اخیستی، د مخالفینو د ځپلو په خاطر یې د پردیو په غیږه کې ځانونه اچولي او د خپل هېواد پر سره يې له هيڅ ډول معاملې څخه درېغ نه دی کړی.

د سردار داود خان په نظام د خلق د ګوند د کودتا له وخته بیا له ډاکتر نجیب سره د واک په سر د جهادي ګوندونو لانجې او خپل منځي مخالفتونه، عام قتلونه، د ښارونو ویرانیدل، د هېواد د ملي شتمنیو چور او تالان او د طالبانو سره هوکړي ته نه رسیدل، د معاصري دورې د ګوندونو تر ټولو کرغیړن عملونه دي. ددې جریاناتو تشریح وخت نیونکي ده او په دي اړه کافي موارد شته، خو موږ به د وروستۍ دوو لسیزو په دور کې به د ګوندونو رول ته لنډه کتنه وکړو.

سیاسي او جهادي ګوندونه د دیموکراسۍ په دوو وروستیو لسیزو کې:

کله چې طالبان په افغانستان واکمن شول د جهاد د وخت ګوندونه له ماتې سره مخ شوو، خو د ۹/۱۱ د پېښې وروسته چې امریکا په افغانستان د اسامه بن لادن او القاعدي د ختمولو په پار یرغل وکړ، سیاسي ګوندونه د واک د نیولو لپاره له دوی سره متحد شول او په ګډه یې د طالبانو رژیم مات کړ. له څو کلونو وروسته، دوی د بهرنیو دولتونو لخوا د یوه نوي نظام په جوړولو مجبور شول. په حقیقت کې نظام یو ځل بیا د همدي ګوندونو لاسته ولوېد.

د نوي نظام د جوړښت پرمهال د بن په کنفرانس کې حامد کرزی په موقت ډول وټاکل وشو، حامد کرزی د شپږو میاشتو لپاره د افغانستان تش به نوم ولسمشر شو، په داسې حال کې چې واک او اقتدار په غیر مستقیم ډول لا هم له همدي ګوندونو سره وو.
وروسته چې په ټاکنو کې حامد کرزی بیا ولسمشر شو، نو لا یې هم سمبولیک حیثیت درلود، په بیلابیلو برخو کې جهادي او ګوندي رهبران په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د نظام په جوړښت او اداره کې شریک وو. هر ګوند خپل سمتي، ژبني او برتري طلبه افکار پالل. د ګوندونو برخه په دولت کې زیاته وه او ددوی راج چلیده. خو جالبه دا وه چې په انتخاباتو کې د ګوندونو له لورې انتخاب شوي اشخاص یو ځلي هم نه شول بریالي (البته د ګوندونو له ادرسه کانديدان له ګټونکي کاندید وروسته تر ټولو مخکښ کانديدان وو، لکه عبد الله، قانوني او محقق)، په دا تېرو څلورو دورو انتخاباتو کې دوی ماتې وخوړه، خو دولت یې هماغسي تر انحصار لاندي پاته شو.

په ۲۰۱۴ ز کال کې چې اشرف غني د انتخاباتو ګټونکی اعلان شو، دده سیال عبدالله عبدالله چې د جمعیت ګوند غړی وو او ددې ګوند ملاتړ یې له ځانه سره درلود، له غني سره مخالفت وکړ، ددې جنجالونو او مخالفتونو پایله د ملي وحدت ګډوله حکومت شو چې د افغانستان اکثره وګړي ترې ناخوښه وو. غني، که څه هم عبدالله او نور جهادي او ګوندي مشران په دولت کې ورسره شریک وو، خو په تدریجي ډول یې له صحنې وویستل تر دې چې ټولو مخالفو ګوندونو یې په وړاندي موضع ونیوله او تر اوږدې مودې پورې په جنجال کې ورسره ښکېل پاتي شو. ددوی دې وروستیو مخالفتونو د نړېوال پر وړاندې د افغانستان حثيت خورا کم کړ.

همدا رنګه کله چې غني د ۲۰۱۹ ز کال په انتخاباتو کې ګټونکی شوو، د ۲۰۱۴ ز کال په څېر عبدالله عبدالله او ورسره ملګري ګوندونو او مشرانو بیا هماغه ډول کار ترسره کړ، ان تر دې چې غني او عبدالله په یوه ورځ د وفادارۍ سوګند یاد کړ، خو وروسته د واک په وېش توافق ته سره ورسیدل او لا هم معلومه نه ده چې د دوی په راتلونکې کې دوره کې به څه تر سره کېږي.

په اوس وخت کې کله چې دولت د ولسمشر او ګوندونو تر منځ ووېشل شو، په نسبي او موقتي ډول د نظام او ګوندونو تر منځ همغږۍ رامنخ ته شوې، یعني د یوې موقتي مودي لپاره سره متحد دي، ددوی دا متحدتوب تر هغو خوندي دی چې ددوی ګټي په خطر کې واقع نشي.
په ورته وخت کې له طالبانو سره د سولې روانو خبرو کې پرمختګونه شوي او بین الافغاني مذاکراتو ته چمتوالی نېول کیږي، په دې حساسو شرایطو کې، د ګوندونو رول څومره دی او طالبان باید څنګه مخکې ورسره مخکې لاړ شي؟

په سیاسي ډګر کې، د افغانستان ګوندونه چې د شنونکو په باور یې په خلکو کې خپل حیثیت تر ډېره ځایه بایللی او د پخوا په څېر محبوبیت نلري. خو د سولې په بین الافغاني مذاکراتو کې، د طالبانو او حکومت تر څنګ سیاسي ګوندونه هم یو طرف ګڼل کیږي.

طالبانو د مسکو په ناسته او خپلو ځینو اعلامیو کې ویلې چې دوی د دولت پرځای له سیاسي ګوندونو سره مذاکراتو ته حاضر دي او له دولت سره هم د يو ګوند يا ډلې په حيث ناستې ته حاضر دي، له دې څخه معلومیږي چې طالبان پوهیږي چې دوی له دې ګوندونو سر په اسانۍ هوکړې ته رسېدلای شي. (البته د دې دليل دا هم دی چې د حکومت له مشروعيت څخه انکار وکړي او د دولت پرځای د ګوندونو اهميت زيات وښيي.)

د طالبانو دا چلند کېدای شي تر ډېره سم نه وي، ځکه سیاسي ګوندونه به د ځان لپاره د امتیازاتو د اخستلو لپاره له دوی سره اوږده او جنجالي مذاکرات وکړي، د دولت تر څنګ دوی به هم ددې غوښتنه کوي چې دوی ته دي باید په راتلونکي نظام کې ځای ورکړل شي. لکه څنګه چې دې ګوندونو د مسکو په بین الافغاني مذاکراتو کې په غیر مستقم ډول دا پیغام وړاندې هم کړ، چې طالبان دي له دوی سره په همغږۍ یو موقته اداره جوړه کړي، دوی غوښتل ددې موقت حکومت په راس کې راشي او له ډېرو امتیازاتو څخه برخمن شي.

که څه هم طالبان په دی ګوندونو باور نلری خو بیا هم په راتلونکي کې طالبانو ته پکار ده چې له دوی سره په حکمت مخکې لاړ شي، ځکه دا ګوندونه که څه هم پراخ محبوبيت نه لري، خو په راتلونکي کې سترې ستونزې جوړولای شي، د پخوا په څېر جنګ ته ددوی د بېرته ورتګ ویره لا هم شته او د پخوا په پرتله ډېر غښتلي شوی او ډېرو امکاناتو او تجهېزاتو ته لاسرسی لري.

د افغانستان اکثره جنګونه په اصطلاح د څو سياسي مشرانو او سرلارو د ګټو پر سر دي او د سولې له معاملې څخه د دوی د باندې پاتې کېدل د يو دوامدار سرخوږي سبب کيدای شي.

کله چې ولسمشر غني ددوی ونډې ورکمې کړې، ددوی له حرکاتو او ناستو ولاړو داسې برېښېده چې که دوی تر دې زیات له قدرت محروم پاتي شی نو لرې به نه وي چې دوی دي بیا ټوپک په لاس د دولت په وړاندي وجنګیږي. د ګوندي مشرانو په پخوانیو افکارو کې دومره ډېر توپیر نه دی راغلی، لکه څومره چې ددوی په جامه کې راغلی، د بېلګې په ډول: (د عطا ګواښ چې ويل به يې چې ارګ به په د ټوپک په زور ونيسم، د همایون همایون هغه اختارونه جې ویل یې که غني دده غوښتنې ونه مني دی به یې به وړاندې ودریږاو ګڼ شمېر نور داسي حرکتونه چې ددي ګوندونو د جنګ ته تللو لپاره ثبوتونه دي) دوی د پخوا په څېر اوس هم کولای شي د واک په سر له یو بل سره جنګ وکړي، خو دا چې دلته بهرنیان موجود دي نو دوی ته دا فرصت په لاس نه ورځي. که د غني تېرې دورې او اوسنۍ دورې ته وګورو، ډېری جهادي مشران په يو ډول نه يو ډول يو بل ته په کمين کې ناست دي او کله کله يو پر بل باندې لفظي بريدونه هم کوي. ورته ستونزه طالبان هم لرلای شي، که له دوی سره د خبرو په میز کې یې سیاسیون په کمو امتیازاتو قانع کړي او داسي چاری ور وسپاري چې د هېواد په سطحه د هغو رول کمزوری وي، او دوی هم دي ته اړ کړي چې دا چاري په مخ یوسی. په دي صورت کې به طالبان بریالي شي، خو که یې قانع نه کړي دا به ورته ګرانه تمامه شي او د سترو ستونزو د پیدایښت یوه منشه به شي.

نو پکار ده چې په ډېره ځېرکتیا او فکر سره مخکې لاړ شي، تر څو هم دوی ګوښه کړي او هم يې په راتلونکې کې د جنجال مخه نېولې وي. طالبان کولای شي په موقت ډول دوی ته برخه ورکړي او د واک په ښکته پوړو کې یې له ځانه سره وساتي، د اړتیا په وخت کې ترې کار واخیستل شي خو د خطر په وخت کې باید په لومړي سر کې ددوی پلانونه خنثی کړي.

که طالبان وغواړي چې دا ګوندونه خوشاله وساتي، نو د دوی ماضي ته په کتو دې ورته ونډه ورکړي، هغه کسان چې کېدای شي دومره خطرناک واقع نه شی په تدریجي ډول د سیاست له صحنی لري کړي. خطرناک ثابیتیدونکی ګوندنه دي له نورو سره تفکیک کړي او اړین اقدامات دي ترسره کړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ترین

تاسی ته چی هم هر څوک هره ناپړته راولیږی بس نشروی یی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close