نړۍ

برما کې د اورښتونو او ځمکې ښویېدنې له کبله ۱۱۰ تنه مړه شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د برما(میانمار) په شمال کې د سختو اورښتونو او ځمکې ښویېدنې له کبله لږ تر لږه ۱۱۰ تنه مړه او ګڼ نور بې درکه دي.

د برما د اور وژنې او بیړنیو مرستو رسولو ملي ادارې د جرمني غږ«دویچه وله» راډیو ته ویلي، چې نن د پنجشنبې په ورځ(۱۲ چنګاښ) ددې هېواد په شمال «کاچین» ایالت کې د سختو اورښتونو او په یوه کان باندې د ځمکې ښویېدنې له کبله تراوسه د ۱۱۳ تنو جسدونه راویستل شوي.

د راپورونو ترمخه په سیمه کې د سختو اورښتونو له کبله په سمدستي توګه د ژغورنې چارې ځنډول شوي، ځکه خو امکان لري چې تر خټو او خاورو لاندې یو شمېر نور کسان هم ایسار پاتې وي.

په پېښه وژل شوي او بې درکه شوي کسان زیاتره د «شنه جیډ» قیمتي ډبرو کان کې کار کوونکي مزدوران دي، چې د پېښې پرمهال په کان کې په کار کولو بوخت وو.

د آسیا په سویل ختیځ کې پروت د برما هېواد په نړۍ کې د شنه جیډ ډبرو یو له سترو صادروونکو هېوادونو څخه دی، چې هر کال ملیاردونه ډالر ددې کاڼو د سوداګرۍ له درکه ترلاسه کوي؛ خو په کانونو کې د کارګرانو د خوندیتوب په موخه اړین اقدامات نه دي ترسره شوي، د کومې له کبله چې وخت ناوخته دغه شان خونړۍ پېښې رامنځ ته کیږي.

د برما پوځ په دغه هېواد کې د روهینګا مسلمانانو په نسل وژنه او په زوره هغوی له خپلو سیمو څخه شړلو باندې تورن دی، په تیرو څو کلونو کې په سلګونو زره روهینګا مسلمانان د برما د پوځ او هغوی پورې تړلو مذهبي ملیشو لخوا د اور او ټوپک په زور د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ  شوي او یو زیات شمېر نور بیا په بې دردۍ سره وژل شوي او آن په ژوندون سوځول شوي هم دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close