افغانستان

ټرمپ: د امریکایي عسکرو د وژلو لپاره د روسیې د جایزې راپور زما د تخریبولو لپاره جوړ شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» وایي، په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د وژلو په بدل کې د روسیې له لوري طالبانو ته د جایزې ورکولو راپور دده د تخریبولو لپاره جوړ شوی او ښايي افسانوي وي.

له تېرې یوې اوونۍ راپدېخوا په امریکایي رسنیو کې د هغه راپور په اړه تاوده بحثونه روان دي، چې د نیویارک ټایمز له لوري خپور شوی و او ادعا پکې شوې وه، چې روسیې د امریکایي عسکرو د وژلو په بدل کې طالبانو ته نغدي جایزې ورکولې.
په راپور کې دا هم راغلي و، چې ددې موضوع په اړه ټرمپ او نورو لوړ پوړو امریکایي چارواکو ته خبر ورکړل شوی و.

د امریکا ولسمشر یو ځل بیا د یادې موضوع په اړه نا اګاهي ښودلې او پر ټویټر یې لیکلي « د روسیې له لوري د جایزو د ورکړې بې بنسټه راپورونه د درواغجنې رسنۍ له لوري جوړ شوي تر څو ما او جمهوریت غوښتونکي تخریب کړي، ښایي د نیویارک ټایمز پټه سرچینه هیڅ وجود ونلري، او دا کیسه له ځانه جوړه شوې وي، که نیویارک ټایمز سرچینه لري ثبوت دې یې کړي.»
په ورته وخت کې امریکایي استخبارات او د دفاع وزارت وایي، یاده ادعا څېړي خو تر دې دمه داسې ثبوت په ګوتو نه دی ورغلی، چې د نیویارک ټایمز راپور دقیق وښيي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپیو» هم مني، چې روسیه په افغانستان کې یو له ښکېلو لوبغاړو څخه ده، خو په خبره یې، د نیویارک ټایمز راپور یې جدي اخستی او د خپل پرسونل د امنیت خوندیتابه لپاره هر ډول ګواښونه له منځه وړي.

په ورته وخت کې روسیه د نیویارک ټایمز راپور سل سلنه بې بنسټه بولي او ادعا کوي، چې په افغانستان کې د کړکېچ د سیاسي هواري لپاره له امریکا سره ګډ کار کوي.

نیویارک ټایمز که څه هم د یادې موضوع په اړه د خپلو راپورونو په دوام کې تازه ادعا کړې، چې د رحمت الله عزیزي په نوم یو تن له روسانو پیسې اخستې او په طالبانو یې ویشلې؛ خو طالبانو ان په لومړیو کې دا ډول راپورونه د سولې ملاتړو اذهانو د مغشوشولو هڅه بللې وه او ټینګار یې کړی و، چې د اهدافو په تشخیص کې د هيڅ استخباراتي واحد تر احسان لاندې نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close