افغانستان

دولتي عسکرو د هرات د فارسي ولسوالۍ مرکز تخلیه کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د هېواد په لویدیځ ولایت هرات کې طالبان وايي، دولتي ځواکونو نن د پنجشنبې په ورځ د فارسي ولسوالۍ له مرکز څخه خپل کلابند پوځیان ایستلي او د ولسوالۍ مرکز په شمول پراخې سیمې ددوی تر ولکې لاندې راغلي دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په خپله ټویټر پاڼه دغه راز لیکلي، چې د فارسي ولسوالۍ د مرکز د تخلیې پروخت د دولتي عسکرو او طالبانو ترمنځ نښته هم رامنځ ته شوې، چې په خبره یې دولتي عسکرو ته په کې تلفات اووښتي دي:

دا په روانه میاشت کې دویمه کلابنده ولسوالي ده،چې دولتي عسکر یې د اکمالاتو نه رسېدو له امله تخلیه کوي  او د طالبانو لاس ته لویږي، دوه اونۍ وړاندې هم د دولتي عسکرو له شاتګ وروسته طالبانو د زابل ولایت اتغر ولسوالۍ مرکز تر خپلې ولکې لاندې راوستلی ؤ.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون له مخې دولتي عسکر نه شي کولای خپلو کلابندو مرکزونو ته اکمالات او پوځي وسایط ورسوي او همدا لامل دی چې دولتي عسکر له زیاترو کلابندو بیسونو او پوځي قرارګاوو څخه شاتګ کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close