افغانستان

طالبانو په سرپل کې ۱۱۰۰ بې وزلو کورنیو ته خوراکي توکي ویشلي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۳ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): طالبانو د سرپل ولایت په کوهستاناتو ولسوالۍ کې د خوراک نړیوال سازمان لخوا مرسته شوي خوراکي توکي په ۱۱۰۰ اړمنو کورنیو باندې ویشلي دي.

د طالبانو په رسمي ویب پاڼه الاماره د خپاره شوي خبر په اساس دغه خوراکي توکي د ملګرو ملتونو د خوراک نړیوال پرواګرام(WFP) مرسته او د طالبانو د مؤسساتو کمیسیون په همکارۍ د کوهستاناتو ولسوالۍ په یوولس سوه(۱۱۰۰) اړمنو کورنیو باندې ویشل شوي دي.

د مرسته شوو خوراکي توکو د مقدار  او نوعیت په هکله خبر کې داسې ویل شوي: «هرې کورنۍ ته ۲ بوجۍ اوړه ، ۸ کیلو دال، یو کيلو مالګه ورکړی شوه».

باید وویل شي چې طالبانو تردې وړاندې هم د هېواد په مختلفو ولایاتو کې له اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې کړې وې؛ خو په دې وروستیو کې له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو اړیکو د پراختیا له امله اوس د ملګرو سازمان هم د طالبانو تر ولکې سیمو کې له عام ولس سره کېدونکي مرستې د طالبانو سره په همغږۍ په خلکو ویشي، د کومې له امله چې مرسته په خپل وخت او له فساد پرته خلکو ته رسول کیږي.

دوه ورځې وړاندې هم د میدان وردګو ولایت په جلګې ولسوالۍ کې طالبانو د ملګرو ملتونو د خوراک نړیوال پروګرام لخوا مرسته شوي خوراکي توکي په ۱۰۳۴ اړمنو کورنیو باندې ویشلي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x