افغانستانسولې اړوند خبرونه

طالبان-پنټاګون ته: د دوحې تړون ته ژمن واوسئ او له پروپاګند خپرولو ډډه وکړئ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې د امریکا دفاع وزارت «پنټاګون» د یوه راپور په خپرولو سره ادعا وکړه، چې طالبان د هند په نیمه وچه کې د القاعده له ډلې سره اړیکې لري؛ طالبانو یې په غبرګون کې دا ډول تورونه رد کړي او په امریکایي چارواکو یې غږ کړی، چې په نظامي دستګاه کې د پروپاګند خپرېدلو مخه ونیسي.

د بي بي سي په حواله، پنټاګان د امریکا کانګرس ته په لېږلي کلني راپور کې ادعا کړې وه، چې  طالبان له القاعده سره اړیکې پالي او پر امریکایي عسکرو د بریدونو په کولو کې «تلپاتې» ګټې ویني « د سولې بهیر کې له وروستیو پرمختګونو سره سره، هند نیمه وچه کې القاعده څانګه، د خوندیتوب او روزنې لپاره په افغانستان کې له طالبانو سره نږدې اړیکي لري.»

طالبانو یاد راپور ته په غبرګون کې ویلي، چې دوی د خپلې پالیسۍ له مخې د نورو هیوادونو په چارو کې لاسوهنه نه کوي او په داسې حال کې چې افغانستان د امریکا او متحدینو تر اشغال لاندې دی او افغانان د «اسلامی امارت» په مشرۍ د ازادۍ او اسلامي نظام د قیام په جګړه بوخت دي « نو څرنګه ممکنه ده چې د دومره ستر جنګ سره سره موږ د افغانستان له پولو بهر هم له چاسره مرستې وشو کولای؟»

طالبانو زیاته کړې، چې دوی له امریکا سره په دوحه کې لاسلیک کړي تړون ته ژمن دي او له امریکایي لوري یې هم تمه داده، چې یاد تړون ته ژمن پاتې دي.

د طالبانو په اعلامیه کې د پنټاګان وروستی راپور د اذهانونو د مشوش کولو هڅه بللې او په امریکایي چارواکو یې غږ کړی، چې په دې «حساس وخت» کې له «بې مسئولیته» څرګندونو ډډه وکړي « موږ له امریکايي چارواکو څخه غوښتنه کوو چې د دوحې تړون  ته ژمن واوسي، د غلطو معلوماتو په اساس پروپاګند ونه کړي او په امریکايي نظامي دستګاه کې هغه څيرې هم له پروپاګند کولو څخه راوګرځوي چې ممکن په افغانستان کې لاهم  جګړې غواړي او د جګړې په دوام کې خپلې شخصي او یا د کمپنیو ګټې ويني.»

یاده دې وي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ په شوې توافقنامه کې طالبان ژمن دي، هغو ډلو او اشخاصو ته به اجازه نه ورکوي، چې د امریکا او یا هم متحدینو ته یې ګواښ پېښوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close