نړۍ

دوو پرله پسي بریدونو په سویلي وزیرستان کي ۲۵ کسه ووژل

second_drone_strike_in_a_single_day(نن ټکی اسیا جون ۲۰۱۱/۲۷)میرام شاه: نن له غرمي څخه وروسته امریکایی ډرون الوتکو په سویلي وزیرستان کي دناپیژاندو وسلوالو یو موټر په نښه کړ چي له کبله یی ۱۲ وسلوال ووژل شول، چي بیا لږ ګړي وروسته ډرون الوتکو یوبل برید ترسره کړ، له سیمي څخه عیني شاهدانو خبرورکړي دي چي په دوهم برید کي دادم خان کورپه نښه شوي دي، ادم خان په جنوبي وزیرستان کي دحکیم الله محسود یو سیمیز قومندان وو، له سیمي څخه امنیتي چارواکو خبرورکړي دي چي ددوهم برید له کبله ۱۳ کسه وژل شوی دي.

په دواړو بریدونو کي تراوسه پوري د ۲۵ کسانو دوژل کیدو خبرورکول شوی دي، خودژوبلوکسانو په اړه تراوسه پوري دقیق مالومات نه دي ورکول شوي

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x