افغانستانروغتیا

بغلان کې د طالبانو صحت کمیسیون تر وخت تیر درمل سوځولي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۳ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې طالبانو تر وخت تېر درمل له درملتونونو څخه راټول او سوځولي دي.

د طالبانو په رسمي ویب پاڼه الاماره د خپاره شوي خبر له مخې دغه تر وخت تیر درمل د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې د طالبانو د صحت کمیسیون سیمه ییزو مسئولینو لخوا له ډاکټرانو او درمتلونونو څخه راټول او سوځل شوي دي:

«د صحت کمیسیون د مسؤلینو لخوا د ډاکترانو په همکارۍ د بغلان ولایت، مرکزي بغلان ولسوالۍ کې له درملتونونو څخه یو شمېر تر وخت تېر درمل راټول او وسوځول شول.»

باید وویل شي چې طالبانو تردې وړاندې هم د هېواد په یو شمېر ولایاتو او آن ګمرکاتو کې هېواد ته را وارد شوي تر وخت تیر او بې کیفیته درمل نیولي او تلف کړي دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close