شعـــــرونه

هر قول دې اُمت ته، هدایت و مبارکه!/ ريحان

شفاعت ريحان

وجود دي موجوداتو ته رحمت ؤ مبارکه!
هر قول دي اُمت ته، هدایت ؤ مبارکه!

تړلی انسانیت د جهالت په زولنو ؤ
راتلل دي بشریت ته، حُرِیت ؤ مبارکه!

هم هلته دي بیرغ د وحدانیت په رپېدو کړو
چې کړی دي له کوم ځای نه هجرت ؤ مبارکه!

پر تا د ذوالجلال دا لورېينه وه بې حده
هر فعل او هر عمل دي عبادت ؤ مبارکه!

د ظلم او ستم په یرغمله زمانه کې
تا بیا را ژوندی کړی، عدالت ؤ مبارکه!

پوره څوارلس صدۍ وروسته ؤ ستا د سترګو تږی
بېخي بې تا پرېشان به شفاعت ؤ مبارکه!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x