ټولنیزه برخه

د ابتدایي کتابونو زده کونکوته یوه سپارښتنه

محمد عليم بسمل

تعریف ، موضوع ، غرض هغه درې شیان دي چې د نوي علم دروازې ته له ننوتلو نه یې مخکې ښوونکي د زده کولو سپارښتنه کوي.

موږ له خپلو استادانو اوریدلي ، دغه راز د ابتدایي کتابونو په ځينو شروحو کې هم دا سپارښتنه لولو، اوس یې موږ هم د ابتدایي کتابونو طالبانو ته په اصطلاح په غوږ کې ورڅڅوو. او ورته وایو چې د علم د تعریف نه ځکه لابدي (لاچاري) ده چې طلب د مجهول رانشي د موضوع له پيژندلو…

ځکه چې فرق راشي په علم مشروعه او غیر مشروعه کې ، دغه راز د غرض د پيژندلو اړتیاپه دې کې ده چې سعیه عبث رانشي.

سږکال په قرنطین کې یو محصل له مانه درې کتابونه (کافیه ، اصول شاشي ، مراح ….)شروع کړل ، په مراحه کې مې د علم الصرف تعریف موضوع، غرض او همدا راز د یادې خبرې اړتیا ورته روښانه کړه، د سبق په ترڅ کې مې په زړه کې یوه پوښتنه راولاړه شوه، له خپل محصل ملګري سره مې هم شریکه کړه.

پوښتنه دا وه چې کله زه د صرفو په زده کولو بوخت وم، نه مې د هغه تعریف زده ؤ، نه موضوع او نه غرض ،خو د پورته ذکر شوې استحالې سره هم مخ نه وم، زه په دې پوهیدم چې صرف ولې زده کوم ، په دې هم پوهیدم چې دغه کتابونه چې زه یې لولم دنورو کتابونو سره توپیرلري، د مجهول مطلق د طلب په غضب کې هم ګرفتار نه وم، صرف مې د صیغې د زده کولو په نیت زده کول.

جواب : موږ داسې فکر کړی چې همدغه مروج تعریف ضرور دی چې په ذهن کې کینول شي، د بیلګې په توګه څوک چې د صرفو په علم کې شروع کوي نو ضروري ده چې لاندې خبرې زده کړي.

د علم الصرف تعریف: هو علم باصول یعرف بها احوال ابنیة الکلمة التي لیست باعراب وبناء.

موضوع: الکلمة من حیث الصیغه

غرض: صیانة الذهن عن الخطا الفظی من حیث  الصیغه.

زما مطلب دادی چې موږ په دې کې تیروتلي یو چې د موضوع، غرض او تعریف لپاره د هغو الفاظو او کلماتو یادول اړین دي چې د استاد او ښوونکي له خولې یې اورو، خو داسې نه ده، غواړم دا خبره د سورة فاتحې په څو ايتونو کې تشریح کړم:

الحمد لله ربِّ العلَمِین الَّرحمنِ الرَّحیم مالک یومِ الدین
د صرفو کارله دې سره دی چې الحمد کومه صیغه ده مثلاً ، الله اسم دی ، فعل دی که حرف دی ، . (یوم) صحیح دی ؟ مهموزدی ؟…….. صرف په دې کې هم کارنلري چې الحمدُ ولې مرفوع دی ؟ الله ، رحمن ، رحیم ولې …….. یعنې دصرفوکار له یوې ، یوې کلمې سره دی.

د نحوې د علم کار له دې خبرې سره دی چې موږ پکې د کلماتو اړیکې له یوبل سره وپیژنو.

مثلا (الحمدلله)کې الحمد مبتدا او لله یې خبر دی ، رب العلمین ـــ رحمن ، رحیم ، مالک یوم الدین په خپل منځ په اصطلاح څه سره کیږي اوهمدا د(وکیفیة ترکیب بعضها مع بعض) مطلب دی.

صرف د کلمې له ټولو توروسره کارلري ، په صرفو کې موږ دا زده کوو چې کوم فعل د ضرب له بابه وي ماضي به یې مفتوح العین، مضارع به یې مکسورالعین وي، که د علِمَ له بابه  وي نو ماضي به یې مکسورالعین او مضارع به یې مفتوح العین وي، د صرفو علم د مستري په څیر هرکلمه پرزه ، پرزه خلاصوي او بیرته یې تړي، مثلا راته وايي چې (ضاربٌ) په اصل کې (یضربُ) ؤ ، دمضارعت حرف یې حذف کړ ، په دریم ځای کې د اسم فاعل د علامې په موخه الف اضافه کړ….. تردې چې له یضربُ ضاربٌ جوړشو.

پاتې شوه نحوه ، هغه یوازې د کلمې د وروستي توري  له حالت سره کار لري (علم یعرف بها احوال اواخرکلم الثلاث) د معرب او مبني بحث په نحوه کې ډير عمده بحث دی بلکې د یاد علم ټول کتابونه په دوو برخو ویشل شوي، لومړی برخه یې معرب ، دویمه برخه یې مبني ده ، په حقیقت کې دا هم د نفس صیغې (د کلمې د ذات )بحث نه دی په دې سره د کلمې د وروستي توري حالت برسیره کیږي.

مفکر اسلام ابوالحسن علي ندوي د فراغت په یوه جلسه کې فارغینوته  وايي:
د فراغت مطلب دا نه دی چې تاسو زیاتي هغو کتابونو ته ضرورت نلرئ چې په دومره کلونو کې مو په مدرسه کې ولوستل، ددې مطلب دادی چې په تاسو کې اېله اوس ددې وړتیاپیدا شوه چې له ویل شوو کتابو نه استفاده وکړئ.

له دې خبرې مې مطلب دادی چې مبتدئین دې نه مایوسه کیږي، په ابتدا کې سړی د سبق په کنه ، او مطلب باندې نه پوهیږي ، تحت الفظي زده کول یې هم ډیر غټ غنیمت دی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close