ادبي لیکني

ټال، د ژوند کیسه

حبيب وقار

ناول څه دی، ایا تاسې ناول ته له څو دقيقې يا څو ساعته کيسې څخه د خوند اخیستو په سترګه ګورئ. ایا تاسې ناول او فلم يوازې ساعتېری بولئ؟ نه نه، داسې نه ده، ناول موږ ته د ژوند حقيقتونه را څرګندوي، د ژوند ناوېلې پکې بربنډېږي، خلکو ته د ژوند زده کړه او د ژوند رازونه ښيي. زه چې هر ناول لولم، د خلکو ژوند پکې ګورم، د خلکو نيستۍ، مجبورۍ، فقر، مظلوميت، محروميت، په خلکو ناروا او ظلم او داسې نور پکې ننداره کوم. تاسې څنګه، ایا تر اوسه مو کوم ناول ته ژړلي دي؟ که مو ژړلي وي، ولې مو ژړلي او د کوم ناول کومې برخې ته مو ژړلي دي؟

زه به دا خبره د خپل ځان له پاره هم ځواب کړم، ډېرو ناولونو او فلمونو ته مې ژړلي دي، ځکه چې لوی څښتن ج مينه ناک، زړه سواندی او د بل په درد دردمن زړه راکړی، زړه مې له ډبرې جوړ نه دی بلکې زړه مې د خلکو په درد دردېږي، په ستونزو يې پرېشانه کېږي او د دوی د سختيو د حل له پاره تر خپله وسه هڅه کوي.

يوه ورځ يوه مجلس کې د مطالعې په اړه بحث کېده، يوه تن وويل ناول مطالعه کې نه راځي او څوک چې په فېسبوک يا بل ځای وليکي چې پلانی ناول يې مطالعه کړ خندا راځي، ما ورته وويل چې نه ناول کې د خلکو ژوند دی، هره کيسه د خلکو په ژوند جوړه شوې چې موږ کولای شو ډېر څه ترې زده کړو او حل لارې يې ولټوو.

اوس نو ښه ناول څوک، څنګه او ولې ليکي؟ که مو دا خبره له ښه ناول ليکونکي نصيراحمد احمدي کړې وای کېدای شي تر ما يې ښه ځواب کړې وای، خو زه وايم ناول هغه څوک ليکي چې د خلکو حالات ښه لیدی شي، د ټولنې واقعيتونه ښه درک کوی شي، د خلکو پر ستونزو او حل لارو يې ښه پوهېدی شي. د دې له پاره يې ليکي چې دغه ستونزو او کړاوونو ته د خلکو ور پام شي، کېدای شي يو څوک يې تر چارواکو او واکمنو ورسوي، يا يې هم خپله چارواکي ولولي سره له دې چې زموږ چارواکي کتاب نه لولي، ليک لوست يې يوازې د پروژو د پيسو د حساب له پاره زده کړی چې څومره دوی ته پاتې کېږي، په هر صورت کېدای شي ويې لولي او د خلکو ستونزو او کړاوونو ته يې ور پام شي، ناول ليکونکی يې د همدې هدف له پاره ليکي.

نو د ناول له پاره تازه په تازه ولې خبرې را يادې شوې، هو رښتيا تېره ورځ مې ټال ناول ولوست، هسې خو د نصيراحمد احمدي صیب ناول د ډېری انسانانو اوښکې تويوي، پام مو وي چې دلته مې انسانان ياد کړي، کېدای شي ناول ډېرو لوستی وي، ټول مې نه دي ياد کړي، ما يې هر ناول ته اوښکې تويې کړې دي، خو ټال ناول ته مې تر ټولو ډېرې اوښکې تويې کړې.

په ناول کې يوه وړه کليواله ۱۲ يا ۱۳ کلنه يتيمه نجلۍ چې د مور، خويندو او وروڼو لوږې له غزني تر کابل را رسولې جالبې کيسې کوي. په ناول کې د نجلۍ په خوله د کليوالو خلکو د ژوند حالات سخت په ښه توګه بيان شوي دي، نجلۍ دومره ښه ويناواله ده چې د کور ټول غړي ان زورواکې مشره مېرمن چې نجلۍ يې خدمت کوي، هم د نجلۍ د کيسو تر اغېزې لاندې راځي.

که ناول ولولو په خپل هېواد کې به د دوو پاړکيو ژوند ته سخت متوجه شو، وبه وينو چې لومړی پاړکی شتمن، څومره د بې وزلو له حاله بې خبره دي او کليواله ارزو په خپلو وړو خبرو سره په يوه شتمنه کورنۍ کې څومره لوی توپان راوستی شي او کورنۍ څومره د لوی مثبت بدلون په لور بېولای شي.

که تاسې ټال ناول ولولئ هغه برخه چې ارزو له هوټل څخه راوړل شوی قابلي پلو چې خوړل شوی هم نه دی دروازې ته يوې مور او د هغې وږو ماشومانو ته ور وړي او بيا د مشرې مېرمنې غالمغال جوړېږي، وږي ماشومان او مېرمن له کوره شړل کېږي خو ارزو مشرې مېرمنې ته په له ژړا ډکو سترګو وايي چې د هغې هلک وږې سترګې يې د ورور په څېر وې نو ځکه يې له سترګو نه وزي، زارۍ ورته کوي چې هغه هلکان او مور به يې راولي چې دا وريجې وخوري، مشره مېرمن يې ورسره مني او ارزو له خوشالۍ په جامو کې نه ځايېږي.

د هلکانو په خوښۍ چې ډېرې خوشالۍ سره وريجې خوري مشره مېرمن هم اوښکې تويوي، وايي چې زړه يې له ډېر وخته نن سکون پيداکړی، هغه د کور پخوونکې او خادمې ته وايي چې نور به څوک خواړه په کثافت ټوکرۍ کې نه غورځوي او وږو ته به يې ورکوي.

دلته د افغاني ټولنې ټول تصوير وړاندې شوی، اوس هم زموږ د ښار ډېری هوټلونه خپل پاتې خوراکونه په کثافات ټوکريو کې اچوي، خو که د ټولو لويو هوټلونو پاتې شوني خواړه راټول کړو، هره شپه د نيم کابل وږي پرې مړېږي.

ما مخکې وويل چې ناول د همدې له پاره ليکل کېږي چې د ژوند حقايق پکې راټول او په پټو سترګو او له حقايقو ناخبرو خلکو ته وړاندې شي.

په لومړيو کې له ارزو سره د يوې ډېرې ساده کليوالې چلند کېږي، خو په پای کې مشره مېرمن ورته وايي چې ارزو تر دوی ټولو لوی زړه لري او زړه يې واقعاً زړه دی او د دوی په سينه کې چې کوم زړه پروت دی هغه يوازې يوه ټوټه غوښه ده او بس. مشره مېرمن يې يوه ورځ زوی ته وايي چې دا کليواله نجلۍ ژوندۍ فلسفه راته ښکاري.

مشره مېرمن يوه ورځ ورته وايي کله کله وړې وړې خبرې خوشالي راولي، نو ماته ډېرې خبرې کوه او تل راته غږېږه ځکه چې ستا هر خبره ماته د ژوند يو درس دی. ارزو مشرې مېرمنې ته دومره ګرانېږي چې له مرګ وروسته يې په وصيت پاڼه کې ارزو په ميراث کې هم ورسره شريکوي. په داسې حال کې چې ارزو يوه کليواله يتيمه نجلۍ ده، مور، وروڼه او خويندې يې په وچه ډوډۍ ماړه نه دي خو دا چې د لوی زړه څښتنه ده، ژوند پېژني، د بل درد حس کوی شي او خپلې خوښۍ له نورو سره وېشلای شي، د هرڅه څښتنه کېږي او له خوارۍ خلاصېږي.

د احمدي صیب قلم دې روان، په ژوند يې دې برکتونه وي چې زموږ ټولنې ته داسې ډېرې له راز او نیازه ډکې کيسې وړاندې کړي، څو مو هر وګړی د بل درد حس او پرې دردمن شي. د احمدي صیب هر ناول له ډېرو پندونو او نصيحتونو ډک دی، که څوک يې ټول ناولونه ولولي کولای شي ژوند ترې زده کړي، که تاسې د اخ وطنه ناول لوستی وي، هلته به پوه شئ چې افغانان څه ډول ژوند لري، له مېرمنو، تربرونو او خپلې شاوخوا سره څه ډول چلند کوي.

دا چې هېواد مو جګړو ځپلی راځئ هر څوک د خلکو د هوساينې، پوهې او ژوند پېژندنې له پاره تر خپلې کچې خپل مسوليت اداء کړو، ليکوال دې د ژوند پېژندنې ليکنې وکړي او هر سړی دې له خلکو سره د عامه پوهاوي په برخه کې ونډه واخلي.

زه احمدي صیب ته په دوه لاسي سلام کوم چې ناولونه يې ژوند ور زده کوونکي، ښوونکي، روزونکي، لارښوونکي او هرڅه دي. قلم يې تاند او ژوند يې دې خوشاله او سوکاله وي.

حبيب وقار

کابل، افغانستان

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close