افغانستان

دولتي ملیشو«سنګوریانو» په هلمند کې ۳ تنه ملکیان لوټلي او وژلي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۳ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې دولتي ملیشو(سنګوریانو) ۳ تنه ولسي خلک وژلي او د هغوی یو عراده کرولا ډوله موټر او نغدې پیسې یې ورڅخه تروړلي دي.

د سیمې خلک او طالبان وايي، دا پېښه وړمه ورځ(چهارشنبه، ۱۲ چنګاښ) ماسپښین درې نیمې بجې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې د هرات ـ هلمند پر لویه لار د ګرشک ولسوالۍ په «خومانو» سیمه کې دولتي ملیشو(سنګوریانو) د ملکي خلکو پر یو کرولا ډوله موټر ډزې وکړې.

سرچینې زیاتوي، په دغه پېښه کې د موټر درې تنه سپرلۍ«شهیدان» شوي او د هغوی نغدې پیسې او کرولا ډوله موټر سنګوري ملیشو ورڅخه تروړلي دي.

د هېواد په سویل لویدیځو ولایاتو کې د سنګوري په نوم ملیشې د ملي امنیت اوپراتیفي عسکر بلل کیږي، چې ځانګړی یونیفارم نه لري، بلکې د سیمې د طالبانو په څېر لونګۍ او اوږدې زلفې پریږي، چې تل مدام د بشري حقونو د سازمان لخوا په بشر ضد جنایاتو او د خلکو په ځورولو تورنې شوې دي؛ خو مرکزي دولت لاهم ددغو ملیشو په استخدام سترګې پټوي او د مخنیوي لپاره یې هڅې نه کوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close