نظــر

د سنګین فاجعه نه هیریدونکی جنایت

عبدالسلام غزنيوال

تر یوناما او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وروسته سیمې ته د خپلواکو رسنیو خبریالانو هم دا خبره تائید کړه چې د دوشنبې په ورځ په سنګین زاړه بازار کې رامنځته شوې فاجعه د دولتي ځواکونو د توغندويي برید له کبله وه.

په سنګین کې د دولتي ځوکونو لخوا تر سره شوی وحشیانه برید خپله د ارګ د اعلامیې له مخې تروریستي،وحشیانه او غیر انساني عمل بلل شوی چې په خبره يې د ولسي وګړو او تنکیو ځوانانو وژنه د ټولو اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف دی.

په سنګین کې تر سره شوی جنایت ځکه د هیرولو وړ نه دی چې هغه د معینو دولتي قطعاتو لخوا په مکرر ډول تر سره شوی.

د سنګین د پیښې عیني شاهدانو سیمې ته ورغلیو خبریالانو ته هم دا خبره کړې چې دا لومړی ځل نه دی چې زمونږ سپین ږیري او تنکي ماشومان د دولتي ځواکونو په ړندو بمباریو او توپونو کې په دغسې بیرحمي وژل کیږي؛ بلکې تر دې وړاندې هم څو ځله زمونږ د غم او ښادۍ مراسم په دغسي وحشت په نښه شوي او په سلګونو کسان ورکې وژل شوي.

که د کابل حکومت چارواکي د بشریت ضد جنایت تعريف او د هغه مجازات پیژني باید خپل هغه منسوبین چې دغه جنایت یې تر سره کړی د هغوی د وحشیانه اعمالو په جزا محکوم کړي.

ځکه اوس چې مو هیواد د سولې د ټینګښت او د جګړې د خاتمې درشل ته د ورنيږدي کيدو په حال کې دی باید د جګړې ښکیل داخلي لوري خپلې ټولې هلې ځلې په داسې کړو وړو متمرکزې کړې چې د سوله ییز بهیر له چټک کیدو سره مرسته وکړي ، نه دا چې خدای مه کړه په دغسي سوله ضد حرکتونو په لوی لاس د سولې د ټینګښت مخه ډب کړای شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close