افغانستان

زلمي خلیلزاد غني او عبدالله ته ویلي، چې د مذاکراتو د پیل پر وړاندې خنډونه باید لري شي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۳ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له غني او عبدالله غوښتي چې د بین  الافغاني مذاکراتو پر وړاندې شته خنډونه باید لرې شي، ځکه په خبره یې په دې لاره کې خڼد د سولې برخه کې رامنځ ته شوي فرصتونه زیانمنوي.

زلمي خلیلزاد په خپلې ټویټر پاڼې د هغه ویډیويي کنفرانس تفصیلات ذکر کړي، چې نوموړي یې په ترڅ کې د ګډ حکومت له مشر ډاکټر غني او د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله سره د افغان سولې او اقتصادي مسایلو په هکله خبرې کړي دي.

خلیلزاد وايي، اقتصادي رغاونه له ثبات سره مرسته کولای شي او په خبره یې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره فرصتونه هغه وخت رامنځ ته کیدای شي چې افغان چارواکي په دې برخه کې آسانتیاوې رامنځ ته کړي او مهمې پرېکړې وکړي.

په ورته مهال د سولې فعال او  خبریال اسدالله وحیدي په خپلې ټویټر پاڼې بیا لیکلي، چې خلیلزاد د پاتې یوزر(۱۰۰۰) طالب بندیانو د خلاصون لپاره اشرف غني ته تر راتلونکې دوشنبې وخت ټاکلی دی، چې ورپسې به بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کابل حکومت مشر ډاکټر غني هم وړمه شپه د مناظرې تر عنوان لاندې ملي تلویزیون سره د خبرو پرمهال وویل، چې راتلونکې اونۍ به د طالب زندانیانو د خلاصون او بین الافغاني مذاکراتو د پیل په هکله مهم تصمیم ونیسي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close