روغتیا

امریکا کې په یوه ورځ د کرونا وبا تر ټولو زیاتې ۵۵ زره پېښې ثبت شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۳ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د امریکا په متحده ایالتونو کې چیرته چې په ټولیز ډول د کرونا وبا تر ټولو زیاتې پېښې او د مړینو شمېر ثبت شوی، په تېرو څلور ویشت ساعتونو کې نږدې ۵۵ زره مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

د جان هاپکنز پوهنتون د احصائیو له مخې د پنجشنبې په ورځ د جولایي په ۲مه نېټه امریکا (۵۳۰۶۹) مثبتې پېښې ثبت کړي دي، په داسې حال کې چې دغه هېواد کې د کرونا وبا مثبتې پېښې له ۲.۷ ملیونه کسانو څخه زیاتې دي.

د یوه هېواد په کچه یوازې په څلور ویشت ساعتونو کې دا د کرونا وبا له پېله تر ننه تر ټولو زیاتې مثبتې پېښې دي، له دې وړاندې ورځنۍ زیاتې پېښې ۴۷زره وې چې هغه هم اونۍ وړاندې امریکا کې ثبت شوې وې.

که له یوې خوا په دغه هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې مخ پر زیاتېدو دي، خو له بلې خوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې د زیاتو پېښو تر شا لامل د نورو هېوادونو په پرتله زیات معاینات ترسره کول دي، چې دا په حقیقت کې یو پرمختګ دی.

ډونالډ ټرمپ چې د فاکس نیوز سره مرکه کوله د هغې پریکړې په اړه چې ماسک د کرونا مخنیوی نشي کولی او خپله یې هم د نه اغوستلو پریکړه کړې وه، له دغې خبرې صرف نظر شو او د ماسک اغوستل یې د کرونا مخنیوي یوه وسیله وبلله «زه د ماسک بشپړ ملاتړ کوم».

دغه راز په تېرو څلور ویشت ساعتونو کې د کرونا له کبله په امریکا کې ۶۴۹ کسان هم مړه شوي دي چې په دې سره د ټولو مړینو شمېر (۱۲۸۶۷۷) تنو ته رسېدلی دی.

د یادو شمېرو له مخې د امریکا په سویلي ایالت ټیکساس کې په یوه ورځ شاوخوا ۸ زره مثبتې پېښې ثبت شوي، د یاد ایالت والي عامه ځایونو کې پر خلکو د ماسک اغوستل اجباري کړي دي.

څو ورځې وړاندې د امریکا په متحده ایالتونو کې د ساري ناروغۍ کارپوه انتوني فوچي خبرداری ورکړی و، که چیرې په امریکا کې نوي بندیزونو ته پام ونه کړل شي د کرونا ناروغیو ورځنۍ شمېره به له ۱۰۰ زرو پورته شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close