د واحد فقیري سیاسي نوټونه

سپیني ماڼۍ په مشروط ډول موافقه کړېده چي تر انتخاباتو راوروسته څه عسکر په افغانستان کي پرېږدي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۳ چنګاښ، ۱۳۹۹ل):د امریکا ټاپ نظامي قومندانان باور لري چي هغوی د سپیني ماڼۍ مشروط تصویب ترلاسه کړي چي د نومبر تر انتخاباتو راوروسته هم په افغانستان کي څلور زره امریکايي عسکر پرېږدي. پدې ترتیب به تر انتخاباتو راوروسته هلته څه عسکر موجود وي. 

لاس انجلس ټایمز د جولای پر ۲ مه لیکي دا پلان تېره میاشت د سپيني ماڼۍ او د دفاع وزارت ترمینځ تصویب سو. اخبار لیکي ټرمپ غوښتل چي تر انتخاباتو مخکي ټول عسکر راوباسي څو پخپل کمپاین کي یې د ځان په ګټه وکاروي.

لاس انجلس ټایمز لیکي خو پدې تېرو ورځو کي ټرمپ خپلو مشاورینو ته ویلي دي، که چیري له افغانستانه ژر امریکايي عسکر راوباسي، دا به د امریکايي عسکرو د وژلو لپاره د روسانو د جایزې مسله تر شعاع لاندي راولي. ټرمپ ویلي دي چي هغه د افغانستانه د حالاتو په اړه چندان فکر نه کوي، او ښايي تر نومبر مخکي خپل عسکر راوباسي، البته که چیري دا کار د هغه سره د انتخاباتو په ګټلو کي مرسته وکړي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت خبرداری ورکوي که چیري په څو آینده میاشتو کي له افغانستانه ګرده امریکايي عسکر راوایستل سي، دا به افغانستان بحران ته ورټېله کړي، او هم به د سولي خبري ګډوډي کړي. دغه راز، پنتګان وايي که چیري تر نومبر پوري ګرده عسکر راوباسي، هغوی به مجبوره سي چي زیات نظامي سامان الات شاته خوشي کړي.

یو امریکايي مامور وايي،«د عسکرو د راایستلو تقسیم اوقات د انتخاباتو پر ساعت باندي راګرځي، نه پر افغان ساعت باندي.» 

په مینځني خیتځ کي د امریکا ټاپ قومندان، جنرال مک کینزي، وايي دی به تر هغه وخت پوري د کامل خروج سپارښت و نه کړي، تر څو طالبانو دا نه وي ښودلې چي د القاعدې ملاتړ نه کوي. 

جنرال مک کنیزي زیاتوي،«که چیري شرایط اجازه راکړي، موږ چمتو یو چي د خپلو عسکرو شمېر صفر ته راکښته کړو.» خو د هغه په ګومان تر اوسه پوري دا شرایط ندي آماده سوي.

لاس انجلس ټایمز لیکي که چیري ټرمپ انتخابات بایلوي، له افغانستانه د امریکايي عسکرو د راایستلو تصمیم به د جو بایډن مسولیت سي. جو بایډن پخوا هم غوښتل چي په افغانستان کي د امریکايي عسکرو حضور راکم کړي.

لاس انجلس ټایمز لیکي کله چي د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیر مایک پامپیو څخه سوال سو چي ایا امریکايي عسکر به د نومبر پر ۳ په افغانستان کي وي، هغه وویل،«دا بالاخره د جمهورریس ټرمپ په فیصلې پوري اړه لري.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close