نړۍ

روسیې طالبانو ته د وسلو او پیسو ورکولو راپورونه رد کړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۳ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د امریکا له لوري لګول هغه تورونه او راپورونه رد کړي چې ګواکي په افغانستان کې يې طالبانو ته وسلې او پیسې ورکړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندي ماریا زخاروف د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هغه وینا رد کړې چې تېره چارشنبه یې د رسنیو سره په خبرو کې کړې وه او ویلي یې وه چې ده هر وخت د روسي چارواکو سره خپله اندېښنه شریکه کړې.
زخاروف وویل: روسیې یوازي د افغانستان قانوني حکومت ته وسلې ورکړي دي او دا هر چاته مالومه ده.

د تیرې چارشنبې په ورځ پمپیو ویلي وه: «روسیه کوچنۍ وسله خرڅوي چې له امله یې د امریکايي ځواکونو ژوند د تیرو لسو کلونو راهیسي په خطر کې اچولی».

نوموړي زیاته کړې وه: «کله چې هم ما د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سره لیدلي، ما هر ځل په دې اړه ورته ویلي چې نور دي دغه کار بس کړي».

روسیه چې له ډیره وخته یې په افغانستان د امریکایانو د عملیاتو منتقده پاته سوې، د طالبانو سره یې د امریکا د تړون په کلکه ملاتړ کړی دی.

بلخوا د روسیې جګپوړو چارواکو د امریکا له لوري هغه راپورونه ناسم او درواغ بللي دي چې په دې وروستیو کې د رسنیو سرټکي ګرځېدلي دي.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف طالبانو د امریکايي ځواکونو پر وژلو د انعام ورکولو خبرونه ناسم بللي او دا یې په امریکا کې دننه د سیاسي او انتخابي جګړې نتیجه بللې.
نوموړي ویلي، «کیدای شي دغه خبره هغو جنرالانو راپورته کړې وي چې نه غواړي د افغانستان څخه ووځي او غواړي چې په افغانستان کې خپل شکست پټ کړي».

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close