سولې اړوند خبرونه

طالب او امریکایي استازي د بندیانو د ژر خلاصېدو او بین الافغاني مذاکراتو د پیل په اړه غږېدلي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۳ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر «ملا بردار اخند» او ورسره پلاوي د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد»، د نړیوالې پراختیا لپاره د امریکایي ادارې «USDFC» مشر «ایډم بیوهلر» او ورسره پلاوي سره لیدلي.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا لیدنه تېره ورځ په دوحه کې د افغانستان لپاره د قطر د ځانګړي استازي «ډاکټرمطلق القحطاني» په حضور کې شوې او په مهال یې «د سولې په پروسې، د بندیانو په هرڅه ژر خلاصیدو، د بین الافغاني مذاکراتو په پيل او نورو اړوندو مسائلو بحث او خبرې» شوې.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي «همدا ډول د راتلونکي افغانستان د اقتصادې ودې، بیا رغونې او پرمختګ په موخه له ښاغلي ادم بولر سره د هغه په اقتصادي پلانونو او طرحو چې د سیمې د ګڼو هیواودونو لپاره یې لري هم بحث وشو.»

طالب او امریکایي استازي داسې مهال د بندیانو د ژر خلاصېدو او د افغانستان د بیا رغونې په اړه غږېږي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوې توافقنامې له مخې تر دې دمه د طالبانو څه کم څلو زره بندیان خلاص شوي او تر زرو ډېر لا هم په بند کې پاتې دي.

طالبانو په بیا، بیا ویلي، چې د خپلو پنځه زره بندیانو له خلاصون وروسته چمتو دي له افغان جهتونو سره بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.

په ورته وخت کې د کابل حکومت مشر «اشرف غني» وړمه ورځ له ملي تلویزون سره د خبرو په مهال وویل، چې تر راتلونکې یکشنبې به د پاتې طالب بندیانو په اړه تصمیم نیول کېږي.

زلمي خلیلزاد هم له غني او عبدالله سر ه دخبرو په مهال له هغوی غوښتي، چې د سولې په لاره کې شته خنډونه لیري کړي.

یاده دې وي، چې زلمي خلیلزاد سیمې ته د خپل تازه سفر په مهال له قطر وړاندې د پاکستان او ازبکستان له هیوادونو لیدنه کړې او هلته د افغان سولې پروسې د وړاندې تګ تر څنګ د افغانستان د اقتصاد د بیا رغونې په اړه هم غږېدلی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close