روغتیا

که تاسې له «۵۰» کلنۍ پورته یئ، لاندینۍ سپارښتنې عملي کړئ!

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۳ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د عمر په زیاتېدو سره په طبیعي ډول د انسان دفاعي پیاوړتیا کمزورې کیږي او موسمي ناروغي کولی شي ډیر ژر او اسانه پر انسان برید وکړي، په دې لړ کې هغه کسان چې عمرونه یې له ۵۰ کلنۍ پورته شوي وي د ناروغیو څخه د ژغورلو او د اوږد صحتمند ژوند لپاره باید ځینې روغتیایي لارښوونې عملي کړي.

دا لارښوونې په لاندې ډول دي:

لومړی

دوه څیزونه د خپل توان سره سم هر وخت معاینه کوئ:

د وینې فشار او د وینې شکر کچه.

دویم

اوه څیزونه تر وروستۍ اندازې کم کړئ:

مالګه، خوږه، ساتل شوي خواړه، سورخي غوښه، د لبنیاتو محصولات، نشایستیي محصولات او ګازي څښاک

دریم

درې څيزونه په خپلو خوړو کې زیات کړئ:

سبزیجات، تازه میوه او وچه میوه

څلورم

څلور څيزونه چې باید هیر یې کړئ:

عمر، تېر وخت او چا چې درسره ظلم او زیاتی کړی وي.

پنځم

څلور څیزونه باید له تاسې سره وي، (مهمه نه ده چې تاسې څومره قوي یا کمزوري یاست):

هغه ملګري چې له زړه مو خوښوي، کورنۍ پاملرنه، مثبت فکرونه او له ستونزو لیرې هدف.

شپږم

د غوره روغتیا لپاره پنځه څیزونه ترسره کړئ:

روژه، مسکا/خندا، سفرونه (تکراري سفرونه وکړئ)ڼ تمرینات او ورزش کول (پښې ابله مزل) او د وزن کمول.

اوم

څلور څیزونه چې باید ترسره یې نه کړئ:

د اوبو څښلو لپاره د تندې انتظار مه باسئ، د خوب لپاره د ټالۍ وهلو انتظار مه کوئ، د ارام لپاره د ستړیا انتظار مه کوئ او د خپلو طبي معایناتو ترسره کولو لپاره د ناروغۍ انتظار مه باسئ.

اتم (چې تر ټولو اړین دي)

په قران کریم تلاوت کولو، په تهجد لمونځ کولو او په دعا کولو مو له الله تعالی سره اړیکه ټینګه کړئ، زیات استغفار ووایئ، پر پيغمبر صلی الله علیه وسلم زیات درود ووایئ، د روغتیایي، اقتصادي او فکري اړخه مو غني کوي، دا د نړۍ او اخرت خوشالي ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x