افغانستان

جلال آباد ښار کې د اور لګېدنې له کبله ۲۱ موټر سوځېدلي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۳ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې تیره شپه د اور لګېدنې له کبله لږ تر لږه ۲۱ موټر سوځېدلي دي.

سیمه ییز چارواکي او د پېښې عیني شاهدان وايي، دا پېښه تیره شپه ۱۲ بجې د جلال آباد ښار پنځمې ناحیې اړوند کابل اډې سیمه کې د موټرو یوه تم ځای کې دننه رامنځ ته شوې ده.

د عیني شاهدانو په خبره د اورلګېدو په دغه پېښه کې ۲۱ موټر سوځېدلي، چې له امله یې د موټر مالکانو ته د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت زیان رسېدلی دی؛ خو تردې دمه د اور لګېدو علت لا نه دی څرګند شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close