افغانستان

ټولنیزو رسنیو کې د دوستم مارشال کېدو ته غبرګون؛ «غني د زرګونو افغانانو قاتل مارشال کړ»

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۳ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د مشر «اشرف غني» له لوري د جنګسالار «عبدالرشید دوستم» د مارشال کېدو فرمان ورکول کېدو  په ټولنیزو رسنیو باندې توند غبرګونونه راپارولي او اشرف غني تورن شوی، چې د زرګونو افغانانو قاتل او یوه بې سواده جنګسالار ته یې د مارشالۍ رتبه ورکړې.

عبدالرشید دوستم چې په ډله ییزو وژنو، جنسي تېریو او جنګي جرمونو تورن دی، دده له قوله، تر شپږم ټولګي پورې زده کړې لري او اوس د عبدالله عبدالله او اشرف غني د سیاسي توافق په اساس ورته د مارشالۍ رتبه ورکړل شوې.

په ټولنیز رسنیو باندې دې پېښې توند غبرګونونه راپارولي.

د کابل پوهنتون استاد او سیاسي فعال «فیض محمد ځلاند» په خپله فسبوک پاڼه لیکلي «د نړۍ په تاریخ کې به له فهیم وروسته دا دویم بیسواده مارشال وي چې له خپلو خلکو پرته يې نه څوک وژلي نه يې له خپل هېواد پرته بل چا سره جګړه کړي ده. ددې هېواد ارزښتونه دومره سپک شوي چې نور پکې د ارزښت پنوم څه نه دي پاتې.»

د ذاکر زهیر په نوم یو بل تن لیکي «د دوستم په مارشالی ستونزه نه حل کيږي ملت بايد د خاين غني په ضد راپورته شي که غني له صحنې ونه ويستل شي هيواد به مو د ډير لوی بحران سره مخ شي.»

د مصطفی احمدزي په نوم یو بل تن بیا له نظام څخه په خپل ملاتړ پښېمان دی او لیکي «تاسې فاسد، نظام مو فاسد او ستاسې ګمارنه فاسد ده، تاسې به هر يو د خداى مخې ته ورځئ او د خپلو ګناهونو به جزا ګورئ.زه ستاسې ددې نالتي نظام پلوئ نه يم او مخکې چې وم له تاسې او له هغه دوستانو نه چې ما د هغوې مخکې ددې نظام پلوي کوله ډيره زياته بخښنه غواړم.»

برکت الله صافی هم دوستم ته د مارشالۍ د رتبې ورکول یو ملي خیانت ګڼي او په خبره یې «دوستم ته مارشالی ورکول. چاچې غوښتی،چاچې وړاندیز وکړو،چاچې تری دفاع وکړه،چاچې امظاء کړه،دوي ټول خاینین دي،واقعاً چې تاسو په تاریخ کې یوه توره پاڼه ولیکله،او دابه تر ابده په یاد لرو.»

اکرام الدین ابراهیمي وایي «ډیر چټي او بی شرمه کار دي وکړ، مارشالي اعزاز دی غوښتل کیږي نه بلکه ورکول کیږي. داسي چا ته نه ورکول کیږي چي کورنۍ جګړو کې ملوث وي او د جوړ حکومت په مقابل کودتا کې یی مرسته کړي وي.»

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

د توپکیانو په وخت کی یو څوک د ښار په چوک کی ولاړ و لوی لوی ناری یی وهلی چی : چیری دی اصیل جت چییری دی اصیل جت ، هر یو وایی چی زه جت یم .
نو اوسهم چی قاتل ، ګلم جم ، وحشی ، شرابی ، لوطی ، فاحش ….او ظالم غلام دوستم مارشال نسی د غلامانو او د غلامی نوم بدیږی .!

طوطی

دا مارشالی به دوستم څه ګټه ورسوی لکه د خره پر غاړه چی د ګلو امیل واچوې په اصل کی خر خو هماغه خر دی مطلق بیسواده او جاهله.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close