ورزش

د ۲۰۱۱م نړیوال جام د فساد قضیه؛ له سنګاکارا نږدې لس ساعته پلټنې شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۳ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د کرکټ ۲۰۱۱م نړیوال جام په اړه چې د سریلانکا او هندوستان کرکټ لوبډلو ترمنځ ترسره شو، د فساد د ادعاو په لړ کې له کمار سنګاکارا څخه نږدې لس ساعته پوښتنې شوي دي.

د راپورونو له مخې، د سریلانکا د سپورت وزارت د کرکټ لوبډلې له پخواني لوبډلمشر کمار سنګاکارا څخه چې د نړیوال جام برخه و، د فساد قضیې په تړاو نږدې لس ساعته پلټنې کړي دي.

بل لوري ته د کرکټ نړیوالې شورا په دې اړه بشپړ پلټنې پېل کړي دي، یادې شورا له ټولو عامو او خاصو غوښتي که په دغې لوبه کې د فساد په اړه هر ډول اسناد او شواهد لري دوی ته دې وسپاري.

له دې وړاندې د سریلانکا لوبډلې اوپنر توپ وهونکی د یادو پوښتنو لومړی لوبغاړی و چې په دې لړ کې ترې ۲ ساعته پوښتنې وشوې، دغه راز د یادې لوبډلې د غوراوي کمیټې مشر ارویندا ډي سلوا څخه شپږ ساعته پلټنې شوې وې.

دوه اونۍ وړاندې د سریلانکا د سپورت وزیر ادعا کړې وه چې د سریلانکا او هند ترمنځ د ۲۰۱۱م نړیوال جام پایلوبه کې فساد شوی و، او سریلانکا په لوی لاس دغه لوبه هند ته ورکړې وه، د نوموړي په وینا چې د خپلې ادعا لپاره بشپړ اسناد او شواهد هم لري چې د اړتیا پرمهال به یې څرګند کړي.

د سریلانکا لوبډلې یو بل مشهور لوبغاړي چې د یادې پایلوبې پرمهال یې پر تلویزون تبصره کوله وایي، زه سخت حیران او په انديښنه کې پریوتم، چې څرنګه سریلانکا یوه ګټلې لوبه له لاسه ورکوي.

د سپورت پخواني وزیر د ادعا پرمهال کمار سنګاکارا د نوموړي څخه غوښتي وو چې په دې اړه دې د کرکټ نړیوالې شورا ته اسناد او شواهد وړاندې کړي، تر څو د فساد ضد کمیټه او د پولیسو څانګه یې په اړه پلټنې پېل کړي.

د هندوستان کرکټ لوبډلې ځینو لوبغاړو هغه مهال دا تور رد کړی و، خو د هند کرکټ بورډ ددې قضیې په تړاو لا هیڅ نه دي ویلي او چوپه خوله پاتې دی.

په کرکټ کې تر دې وړاندې لوبغاړو فساد او درغلي کړې چې یو شمېر یې د بند ترڅنګ د بندیز او نورې سزاوې هم ګاللي، خو دا لومړی وار دی چې د کرکټ نړیوال پنځوس اوریزو جام د پایلوبې په اړه دې د فساد او درغلۍ جدي تور لګول کیږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close