افغانستانروغتیا

د اشرف غني ځانګړی استازی «یوسف غضنفر» د کرونا له کبله ومړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۳ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): په سوداګرۍ او د اقتصادي پراختیا په چارو کې د اشرف غني ځانګړی استازی او مهم غړی محمد یوسف غضنفر د کرونا ناروغۍ له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د یوسف غضنفر د ادارې چارواکو رسنیو ته د نوموړي د مړینې خبر تایید کړی دی، دغه راز یو شمېر نورو رسنیو هم د نوموړي د مړینې خبر ورکړی دی.

د ځینو رسنیو د راپور له مخې یوسف غضنفر په ترکیه کې د یادې وبا له کبله مړ شوی دی.

څه موده وړاندې ارګ منلې وه چې د لوړپوړو چارواکو په ګډون یې یو شمېر کارکوونکي د کرونا ناروغۍ ښکار شوي دي.

د ارګ چارواکي له تیرو څو اونیو راهیسې په حضوري غونډو کې د ګډون پرځای د ویدیویي کنفرانس له لارې ناستې کوي.

د یادونې وړه ده، له دې وړاندې یو شمېر رسنیو تایید کړې چې کرونا وبا د ملي امنیت، عسکرو او پولیسو ترمنځ هم خپره شوې چې له کبله یې یو شمېر لوړپوړو چارواکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

الله د مغفرت کړی سړی ارمانجن ولاړ. دا خو بی غرضه انسان وه تر اوسه پوری یی غلا هم نده کړې خو کرونا نه خپل پیژنی او نه پردی. کاش چی څوک د قطر د دفتر او د کویټی او پیښور د شوراګانو آدرسونه هم کرونا ته ورکړی. بالخصوص دا زاړه او بی کاره ملایان، سقاط خواره او د عشر اخیستونکی خو دی الله همدا اوس په کرونا ګرفتاره کړی.

Karwan

داد غني ## مشاور وه او ځوک چه ددغي غلامي اداري سره کار کوي او يا ئي کړي وي، نو کله چه ## شي الله د بدترين جهانم ځاي کړي. دالله فضل دي چه له داسي يوه ## څخه خلاص شوه. ### کاروان

غوربندي

هلکه طوطي چې نورو ته د کرونا هيله کوې نو دا ويره نلرې چې تر دوی وړاندې به د تا ميلمنه شي.

ته بيغمه اوسه ملايان هغه خلک دي چې کرونا تر ټولو کم ورسره کار پيدا کوي.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close