ورزش

ناخوښ میسي برسلونا لوبډلې سره ۱۵ کلن سفر پای ته رسوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د فوټبال په نړۍ کې تر ټولو غوره او مشهور ستوری لیونل میسي بالاخره غواړي د برسلونا لوبډلې سره خپل ۱۵ کلن سفر پای ته ورسوي.

د لیونل میسي برسلونا لوبډلې د اوسني بورډ او چارواکو سره اړیکې ترینګلې شوي چې په لړ کې یې نوموړی غواړي د یادې لوبډلې سره خپل اوږد سفر پای ته ورسوي.

هسپانوۍ رادیو «کاډینا سیر» راپور ورکوي چې میسي د خپلې لوبډلې سره د نوموړي د تړون نوي کولو په اړه خبرې اترې درولي، او ممکن په ۲۰۲۱م کال کې د راتلونکي سیزن په پای ته رسېدو چې تېر تړون یې پای ته ورسیږي، یاده لوبډله پریږدي.

شپږ واره د بالون ډور نړیوالې جایزې ګټونکی په خپله لوبډله تور لګوي چې په اوس وخت کې د جام ګټلو هیڅ پلان نه لري او نه هم هغه لوبغاړو سره تړون لاسلیکوي چې د میسي په ګډون یې یو شمېر لوبغاړي لوبډله کې غواړي.

۳۳ کلن ارجنټاینی لوبغاړی میسي د خپل کیريئر تر ټولو ناسم وضعیت سره مخ دی، چې لومړی د ځینو چارواکو لخوا پرې تورونه ولګېدل او د برسلونا ادارې سره یو شمېر ستونزې رامنځته شوې.

که چیرې دغه اختلافات دوام وکړي، یوازې میسي نه بلکې یو شمېر نور لوبغاړي به هم له دغې لوبډلې سره مخه ښه وکړي چې په سر کې به یې میسي وي.

بل لوري ته د برسلونا لوبډلې اداره د یادو معلوماتو څخه ناخبري اعلانوي او یاد راپورونه ردوي، دوی تاییدوي چې تر دې دمه د میسي په وضعیت کې هیڅ نوعه بدلون نه لیدل کیږي او تمه لري چې وضعیت نورمال پرمخ ولاړ شي.

یوه بله هسپانوۍ ورځپاڼه «مارکا» چې د فوټبال اړوند خبرونه خپروي وایي، میسي د اوسمهال لپاره د خپل تړون نوي کولو په اړه خبرې درولي، خو هغه به په راتلونکي کې د برسلونا ادارې او لوبغاړو سره خپل وضعیت وارزوي، او د خپل راتلونکي په اړه به پریکړه کوي.

که چیرې لیونل میسي په ۲۰۲۱م کال کې د برسلونا لوبډلې سره مخه ښه وکړي، هغه به په وړیا ډول بلې لوبډلې سره یوځای کیږي او په دې لړ کې به برسلونا لوبډله هیڅ ګټه پورته نه کړي.

میسي په ۲۰۰۵م کال کې د برسلونا لوبډلې سره په لومړي وار تړون لاسلیک کړ، په دې لړ کې نوموړي ۸ واره بیا تړون نوی کړی خو څو څو واره یې د لوبډلې پریښودو او یو شمېر ستونزو له کبله د نړیوال فوټبال څخه د تقاعد غوښتنه هم تکرار کړې ده.

نوموړي لسګونه وارې د خپلې لوبډلې برسلونا لپاره په یوازې ځان سترې سترې سیالۍ ګټلي او ګڼ شمېر لاسته راوړنې لري، خو د رويټرز خبري اژانس په وینا، کله چې هم د ماتې وخت راغلی میسي په یوازې ځان ملامت کړل شوی دی.

د یادونې وړ ده چې لیونل میسي په خپله تېره لوبه کې د اتلاتیک مدرید لوبډلې پر وړاندې په ګول وهلو خپل ټول ګولونه ۷۰۰ ته ورسول، چې ۶۳۰ یې د برسلونا او ۷۰ یې د خپل هېواد ارجنټاین په ګټه وهلي دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close