نړۍ

نیوزیلاند کې پر مسجد وحشي برید کونکی د اګست په ۲۴مه اعدامیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د نیوزیلاند په کرایست چرچ ښار کې پر دوه مسجدونو بې رحمانه برید کونکی او د ۵۰ لمونځ کونکو شهیدانو وژونکی به د روان کال په ۲۴مه نېټه اعدام کړل شي.

د نړیوال خبري اژانس د راپور سره سم، د نیوزیلاند سترې محکمې قاضي «کامیرون مینډر» پر مسجد ترهګریز برید کوونکی د استرالیا اوسېدونکی «برینټن ټارنټ» د مرګ په سزا محکوم کړ چې د اعدام نېټه یې د اګست ۲۴مه وټاکل شوه.

برینټن ټارنټ د روان کال په پېل کې د محکمې ترمخ د قضیې اوریدلو پرمهال پر خپلو ټولو جرمونه اعتراف کړی و. خو د کرونا وبا له کبله د نوموړي د اعدام پریکړه ځنډول شوې وه.

د ۲۰۱۹م کال مارچ میاشتې په ۱۵مه نېټه د نیوزیلاند په کرایست چرچ ښار کې یو برید کوونکی د جمعې لمانځه پرمهال دوه مسجدونو ته ننوځي، ۵۱ لمونځ کونکي شهیدانوي او ۴۰ نور سخت ټپيانوي، نوموړي ددغې صحنې بوږنونکې ویدیو په ژوندۍ بڼه پر فیسبوک خپره کړې وه چې په نړۍ کې یې وحشت خپور کړی و.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close