شعـــــرونه

غروب منم خو را سره ژېړی خزان به منې/کاروان

پيرمحمد کاروان

غروب منم خو را سره ژېړی خزان به منې
د سپوږمۍ شپه، د رڼو ستورو ډک آسمان به منې

په کې ګلاب ګلاب نغمه وایي بلبله ناسته
له وران کمر نه ها را ځوړند ارغوان به منې

د سپرلي شپه نرمه پسته او ښایستوکې هوا
له خپل معشوق سره سفر د بیابان به منې

یوه هندو د هارمونیې شاته سرود غږاوه
وې په اهاړ کې روژې نیسي مسلمان به منې

د جلالي پښتو جمال نه انکار کفر بویه
خوږه ټپه په یکه زار په یاقربان به منې

ګلاب نرګس ځان ته څه وایي دا منم در سره
رنګ و خوشبو د ناترسره یوه ارمان به منې

ماشوم زړګی د کایناتو په ټال و زنګوه
خدای به منې له کرشمو نه ډک جهان به منې

دا ، له جمال مالامال ښکلی او منلی ماښام
که یې د زړه په سترګو لولې دا رومان به منې

لنګې زمرۍ په یوه ژوبڼ کې زمرکټي ته ویل
له زمري توب سره سره ګورې انسان به منې

په یوه موسکا دې له برزخ نه تر جنت رسوي
ناز و ادا به منې مینه د جانان به منې

په جلالي انداز یې ووې جمالي نقادې
کاروان که نه منې غزلې د کاروان به منې

۱۳ سرطان ۱۳۹۹ هجري شمسي خوست توره وړۍ

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close