نظــر

د دوحې په تړون سره د اشغالګرو په نوکرانو تبه راغلې

د،ب،هيښ

وايي يو شغال چې د خپل مضريت او د کليوالو  کښتونو ته دزیان رسولو له کبله خلکو په ډانکو وهلی او د اخته توخه  غورځولی و، په ډېره خوارۍ د کليوالو نه په تېښته کاميابه شو.

د خپل غار نه فراري او ګيدړې ته يې  پناه وروړه، تر څو د کليوالو د تعقيب او حتمي مرګ نه نجات پيدا کړي.

ګيدړه چې په شيطانۍ، زيرکۍ او چالاکۍ کې استاده وه، د څو پاته شويو هډوکو ټوټې  يې ورته ورکړې او د هغه د سر او ژوند د ساتلو ټټر يې ورته وواهه.

ګېدړه د داسې يوه نوکر چې  د څو ورستو هډوکو په څټلو  ددې هر امر ته تيار دی ډيره خوشحاله  شوه، ځکه  خپله يې هم په منطقه کې نوم بد او د خلکو  نفرت او دښمني ور په غاړه وه، نو د هرې احتمالي  بلا مخې ته د شغال مخته کول او ځان د خطر نه بچ کول ورته ښه چانس شولو.

شغال ته يې د دالاساينې او غوړو  خبرو په ترڅ کې دا هم  وويل  چې پس له دېنه به په ګډه  په ښکار پسې ځو ، زه به  پيره درته کوم او ته  به د کلي د چرګوړيو او چرګانو  غلا په بې غمۍ سره کوې.

په شريکه به يې خپل غار ته راوړو او خورو به يې، خو دا چې  تاته د کلي او منطقې  لارې ګودرې معلومې دي نو ته به مخته  او زه به درپسې يم.

بله ورځ  ګيدړې شغال ته وويل چې اوس دا اندامونه جوړشوي دي، د خوراک هم څه نشته، بايد په ښکار پسې لاړشو.

د شپې په تياره کې د کلي په لور روان شول، شغال مخته او ګيدړه پسې ده، کله چې کلي ته  نږدې شول ، په يوه لوی  پسه یې سترګې ولګېدې ، چې په ځمکه پروت دی، شغال ګېدړې ته وويل چې چرګان څه کوو ، دا دي تيار پسه دی، دلته به يې هم وخورو او له ځانه سره به يې هم يوسو.

ګيدړې چې د چرګانو د غلا تجربه لرله ، چې په څه مشکلاتو ، وېره او چل به ئی ځان مرغانچی ته رسولو او د چرګانو په چغاري د هغوی د مالک د راويښېدو او د مرګ خطر به هم ورسره  و ، مګر دلته په ډېران  لوی پسه بې له څښتنه ، حتمي تر کاسه لاندې نيم کاسه شته او تلک يې راته ايښی دی.

نو يی شغال ته‌وويل چې پرې ورټوپ کړه، شغال د پسه شاوخوا را وګرځېد ، خو د حملې جرائت ئې نه لرلو، ځکه د يوې خوا يې د کليوالو د سوټيو  وهلو صحنه ور يادېدله او ډارېډلو او بل  داسې ښکار چې په حجم کې د ده نه څو چنده غټ وو ، ده هېڅ وخت نه شو کولی.

ګېدړه چې د شغال په بزدلۍ ، حماقت او ډارن طبيعت پوهېدله، نو دده په صفت او باټو يې شروع وکړه او ورته ويې ويل چې ته هم  عينا د خپل پلار خاصيت لرې، هغه به هم چې ښکار کولو اول به ترې را تاو شو ، بيا به يې سترګې سرې او لکۍ ډانګه شوه او حمله به يې وکړه، اوس هم د تاویدو نه وروسته دې سترګې سرې شوي دي، فقط لکۍ پورته کړه او پرې و ټوپ وهه.

شغال لوده هم دا کار وکړ او په حمله کولو سره د پسه سره يو ځای په سمڅ کې ور ولوېد چې د راوتلو لاره يې نه وه، ګيدړې چې د شغال بده ورځ وليده  د  سمڅې غاړې ته راغله او په تمسخر يې ورته وويل چې شغاله وروره! څه خبره ده، هډوکي خو د سلامت دي؟

شغال چې د ګيدړې په شيطاني پلان پوه شو ، د انتقام د  اخستو لپاره يې غوښتل چې ګېدړه هم سمڅې ته په څه چل  را غوځار کړي، نو يې ورته وويل چې نور خو هېڅ خبره نشته، يوازې بدن مې لړزيږي او ګرمي مې زياته شوه، ته رانږدې شه او ويې ګوره چې تبه خو به مې نه وي؟

ګېدړه د شغال په مقصد پوه شوه چې هدف يې سمڅې ته ددې لوېدل دي، نو يو اوږد ډانګ يې راواخست او يو سر يې  د شغال د لکۍ لاندې ورته کيښود ، بل سر يې خپل غوږ ته ونيولو او شغال ته يې وويل چې:

شغال جانه !تبه خو دې رښتيا هم شته خو شديده او سخته به هلته شي چې د تلک  څښتن راشي، خپله په مڼډو  وتښتېدله او د شغال سرنوشت  يې د تلک  څښتن ته پرېښود.

له هغې ورځې نه چې د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د اشغال د ختم تړون شوی دی او په افغانستان کې د سولې او د يو قانوني نظام د جوړېدو امیدونه پيدا شوي دي، د اشغالګرو په نوکرانو يې ځمکه سره تبۍ ګرزیدلې ده او تبې  نيولي دي.

دوی پوهيږي چې د هغه ظلم چور ،غلا،غصب ، قتل عام او خيانت پوښتنه  چې د اشغال په موده کې د اشغالګرو تر امر لاندې يې له دې وطن سره کړې دي نو حتمي  افغان اولس ترې د هغې پوښتنه کوي او د انتقالي عدالت په بنياد به ورسره حساب کيږي.

دوی له يوې خوا اشغالګرو ته ژړا ، فرياد ، زارۍ او ننواتې کوي ، چې د  ملت قهر او محاکمې ته يې يوازې پرې نږدي ، بل لور يې  بيا غلطو راپورونو، جعلي خبرونو او تبليغاتو ته خوله وازه کړی ده او د طالبانو په ادرس د خپلو عسکرو او ملېشو د تلفاتو لوړ ارقام او د حملو نارې وهي، تر څو که وکولی شي په دې وسيله  د سولې پروسه تخريب، روان جنګ جاري او د اشغالګرو امريکايانو د تښتېدلو مانع وګرځي او هغه ناولې ګټې او ژوند چې يې ددې تحميلي جنګ او د ولس په وژلو او مصيبت کې حاصل کړی و د زوال نه بچ کړي.

مګر د افغان ولس شل کاله افسانوي مبارزې، قربانۍ او مقاومت امريکايي اشغالګر او مؤتلفين يې په دې پوه او سر يې خلاص شوی دی، چې ددې غريب ، خو په ازادۍ او خپلواکۍ مين او مؤمن اولس د رام کولو او غلام کولو خيال او تلاش د غره سره سر جنګول دي او دا باتوره ولس بې له کاملې خپلواکۍ په هېڅ شي قناعت نه کوي ، نو که سل کاله هم وي دوی ( افغان اولس ) به ورسره جنګيږي او په دې وطن کې د دوی مډرنې وسلې ،پرېمانه پيسې ، عصري تکنالوژي او مېډيايي امکانات د جنګ د ګټلو او د اشغال د دوام د پاره نه چليږي ، ځکه افغان اولس په داسې سلاح ( غازيتوب او شهادت )  مسلح  دی، چې مډرنې وسلې ورسره  مقاومت او سيالي نه شي کولی.

ددې واقعیتونو په نظر کې نيولو سره امريکايانو د خپلو نظامي قواوو د وتلو او د افغانستان د ترک وهلو تصميم نيولی دی، څو نور د خپلو ځاني ، مالي او حيثيتي خساراتو مخه ونيسي او د امريکا په تاريخ کې خپل  اوږد او پرمصرفه جنګ نه ځانونه خلاص کړي، په دې تصميم او پرېکړه کې نه د خپلو غلامانو نه پوښتنه کوي او نه يې د برخليک په کيسه کې دي.

امريکايان د خپلو ملي منافعو په اساس اقدام کوي، د افغانستان نه وتل يې انتخاب نه بلکې مجبوريت دی.

مګر د کابل په اداره کې د جنګ او جنايت په ميو مست نېشه يان او د وينې تويولو معتادين بيا هم مزبوحانه تلاش کوي ، تر څو داشغال موده اوږده او د دوی د ناولي ژوند بقا تضمين شي . په دوی همغه د شغال حالت راغلئ دئ ، خپله خو په سمڅه کې ديوه بد برخليک په انتظاردي او غواړي امريکايان هم ورسره په دې سرنوشت اخته شي .

اوس که هر څو د خپلې تبې د معلومولو په پلمه د امريکايانو د نږدېوالي او سمڅې ته د لوېدو هڅی وکړي فائده نه لري، اشغالکرانو اوس ورسره د همغه شيطاني ګيدړې رويه نيولې او په سمڅه کې ايسار د افغاني سياسي شغالانو  ذليل او اسير حالت ويني او په دې متيقين دي چې لاس ورکول او ورنږدې کېدل يې ځانوژنه ده.

امريکايانو د قطر د تړون په لاسليک کولو  واضح کړه چې موږ  نور نه پاته کيږو او په هر شکل چې وي تښتو او خپلو  سياسي شغالانو ته چې په  زاريو ، فريب او تقلا د امريکايانو د پاته کیدو کوښښ کوي  د دوی د مرګوني حالت په تشخيصولو   وايي:

چې تبه خو درباندی راغلې ، لاکن  هلته به دا تبه شديده او سخته شي ، چې د قطر د تړون د موادو مطابق  بين الافغاني مذاکرات صورت ونيسي او د سياسي قدرت اصلي مالک چې افغان اولس دئ  واک په لاس کې واخلي ، يو سوچه ملي -اسلامي نظام جوړ  او طالبان  د عدالت د پياده کولو اجرائي ماموريت په لاس راوړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Karwan

هيښ وروره د شغال او ګيدړي له کيسي نه مو يوه نړي مننه. باور وکړي دومره مي وخندل، چه په دي ټولو ځو مياشتوکي مي ندي خندلي. واقيعت دي ، دا دوطن اصلي بچي ندي او دوطن، ملت ، مذهب سره ئي ډير خيانت او جنايت وکړ او لا ئي زور ورکړي دي.
دا حراميان په هر ځاي کي چه وي بايد تعقيب شي او ټول دعدالت په رڼا کي محاکمه شي. خوشحال او کامياب اوسي.
په ډير درنښت. کاروان

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close