افغانستان

ارګ: سلګونه نور طالب زندانیان خلاصېږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو ته د زمینې برابرولو په موخه د سیمې په سفر راوتلی؛ د کابل حکومت ولسمشرۍ ماڼۍ د سلګونو طالب زندانیانو دخلاصولو هوډ څرګند کړی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند «صدیق صدیقي» ازادي راډیو ته ویلي « یکشنبې په ورځ به څو سوه نور طالب بندیان خوشې شي. دا اقدامات د دې لپاره کېږي چې د طالبانو او امریکا د سولې له موافقې وروسته طالبان مستقیمو خبرو ته چمتو شي.»

صدیقي که څه هم د خلاصېدونکو طالب بندیانو کره شمېر نه دی په ډاګه کړی، خو دوه ورځې وړاندې د کابل حکومت مشر «اشرف غني» ویلي وو، تر راتلونکې یکشنې د پنځه زره خلاصېدونکو بندیانو له ډلې د پاتې بندیانو شمېر پوره کوو.

نوموړي ویلي وو «د طالبانو د زندانیانو د خوشې کېدو په برخه کې به وروستۍ پرېکړه په څو ورځو کې وشي او دا به معلومه شي چې له پنځو زرو څومره طالبان خوشې کولای شو. تر یکشنبې پورې ما له ټولو بنسټونو غوښتي دي چې هغه بندیان چې طالبان او موږ موافقه پرې کوو باید اخر ته ورسېږي، یعنې نهایي شي.»

په ورته وخت کې دا پرېکړې داسې مهال اعلانېږي، چې «زلمی خلیلزاد» له یوه اقتصادي پلاوي سره په ګډه د سیمې په سفر راوتلی او تېره ورځ یې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر «ملا برادر اخند» او ورسره پلاوي سره لېدلي.

طالبان وایي، ددې لیدنې په مهال د «بندیانو په ژر خلاصېدو» او د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو په تړاو خبرې شوې.

یاده دې وي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د شوې توافقنامې له مخې حکومت ژمن دی پنځه زره طالب زندانیان خلاص کړي.

تر دې دمه د حکومت له زندانیانو څه باندې ۳۵۰۰ بندیان خلاص شوي او تر زرو زیات لا هم په بند کې پاتې دي.

طالبانو د خپلو بندیانو له خلاصېدو هرکلی کړی او د پنځه زره زندانیانو تر خلاصون وروسته یې بین الافغاني مذاکراتو ته چمتووالی ښودلی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close