افغانستان

کابل کې د اشرف غني د پلار د تره زوی په مرموز ډول وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): امنیتي سرچینې وايي، تیره ورځ د کابل ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې د کابل ادارې مشر ډاکټر محمداشرف غني د پلار د تره زوی رشاد احمدزی په مرموز ډول وژل شوی دی.

یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط هشت صبح ورځپاڼې ته ویلي، انجینر رشاد احمدزی پرون د جمعې په ورځ د کابل ښار شپږمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د خپل کور دننه د ناپيژاندو وسله والو لخوا وژل شوی او بریدګر په تېښته بریالي شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، وسله والو د رشاد احمدزي له وژلو وروسته د هغه له کور څخه غلا نه ده کړې؛ خو تراوسه یې د وژنې علت څرګند نه دی او په هکله یې څېړنې روانې دي.

که څه هم دغه سرچینې هشت صبح ورځپاڼې ته دا نه دي ویلي چې رشاد احمدزی دې د ډاکټر غني د تره زوی وي، بلکې په خبره یې چې نوموړی د غني له نیږدې کورنیو خپلوانو څخه دی؛ خو په ورته مهال یو شمېر نورو سرچینو بیا نوموړی د غني د پلار د تره زوی بللی دی.

د کابل ښار امنیه قومندانۍ تراوسه ددې پېښې په هکله رسمي څرګندونو څخه ډډه کړې ده.

له کابو څلوېښت ورځو ځنډ وروسته په کابل ښار کې د ډاکټر غني نیږدې کسانو او ساتونکو د مرموزو وژنو لړۍ یوځل بیا په داسې مهال پیل شوې، چې کابو یوه نیمه میاشت وړاندې هم د ولسمشرۍ ماڼۍ د ځانګړي ساتونکي ځواک(PPS) څو تنه غړي د کابل ښار په مختلفو سیمو کې په مرموز ډول ووژل شول او تر اوسه یې قضیې نه دي څېړل شوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close