افغانستان

د دفاع وزارت د مخابراتو پخوانی رئیس علي جان سروروي د کرونا له امله مړ شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د ولسمشرۍ ماڼۍ دویم مرستیال سرور دانش وايي، د دفاع وزارت د مخابراتو پخوانی رئیس تورن جنرال علي جان سروري د کرونا له امله مړ شوی دی.

دویم سرور دانش تورن جنرال علي جان سروري د هزاره توکمو یو خواخوږی جنرال او د پوځ نظامي کادر بللی، چې په مرګ یې نوموړي سخت ټکان خوړلی دی.

جنرال علي جان سروري چې په توکم هزاره او په روسیه کې یې نظامي زده کړې وې، یو له پخوانیو کمونیستو جنرالانو څخه ؤ، چې کابو ۳۰ کلونه یې ددفاع وزارت په چوکاټ کې د مخابراتو د رئیس، ۲۰۱ سیلاب اقول اردو مرستیال، د ۲۰۷ ظفر قول اردو مرستیال او د کابل ۱۱۱ فرقې د مرستیال په توګه دندې ترسره کړې وې او څو کلونه وړاندې یې تقاعد کړی ؤ.

په داسې حال کې چې کرونا وبا په هېواد کې مخ په ځوړ روانه ده؛ په لوړ پوړو دولتي چارواکو کې یوځل بیا ددې ناروغۍ له امله د مړو شوو کسانو شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

تیره ورځ په اقتصادي چارو کې د ډاکټر غني استازي محمدیوسف غضنفر هم د ترکیې په انقرې ښار کې د کرونا ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ او تر هغه وړاندې ګڼ شمېر نورو پوځي او ملکي مامورینو او لوړ پوړو دولتي چارواکو د کرونا له امله مړه شوي وو.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Karwan

دغه بيدينه کمونيست جنرال چه توکم پرست فاشيست هم ورته ويلي شوه او ددي غلامي اداري کارمند هم پاته شوي وه. البته دډيرو انسانانوپه قتل کي به لاس لرلي وي لکه دهمدغه توکم بل داړهمار مرادعلي. الله د جزا ورکړي او جهانم ئي ځاي کړي. البته زه پوهيږم چه په مړو پسي بدويل ښه کارندي، اما ددغي فاسيدي اداري دهر غړي څخه مي ډير نفرت کيږي. نو لازم وينم چه بدعا ورته وکړم. کاروان

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close