افغانستان

مسکو: طالبان باید د «زور» له لارې د واک ترلاسه کولو هڅه ونه کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وايي، طالبان کولای شي د افغانستان په راتلونکي ائتلافي حکومت کې د یو سیاسي ځواک په توګه ګډون وکړي؛ خو که چیرې دوی هڅه وکړي چې د زور له لارې واک ترلاسه کړي، د نړیوالې ټولنې له مخالفت سره به مخ شي.

ښاغلي کابلوف دا څرګندونې نن د شنبې په ورځ(۱۴ چنګاښ) په یوه تلویزیوني خپرونه کې کړي او داسې یې ویلي:

«طالبان به واک ته د یو ائتلافي حکومت د برخې په توګه راځي.. زه نه وایم چې ټول طالبان سوله ییز دي، ددوی ترمنځ داسې کسان هم شته چې ځانګړی منطق لري او خپلو ملګرو ته وايي: ولې باید له ګوډاګیانو سره روغه وکړو؟ که چیرې فشار زیات کړو او دوه کلونه نوره جګړه وکړو، امریکایان په هر حال تښتي، نو ټول قدرت به په یوځل ترلاسه کړو، نه داچې د نظام یوه برخه یو.»

په ورته مهال کابلوف ټینګار کوي، چې د طالبانو «هوښیاره» طبقه په دې ښه پوهیږي، که چیرې د زور له لارې د واک ترلاسه کولو هڅه وکړي، دا کار به د روسیې په ګډون نړیواله ټولنه ددوی پرضد ودروي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون مطابق ټاکل شوې ده، چې امریکايي ځواکونه په ۱۴ میاشتو کې افغانستان څخه ووځي او په دغه موده کې د طالبانو ټول بندیان آزاد او د بین الافغاني مذاکراتو له لارې طالبان له افغاني جهتونو سره شته ستونزې حل او افغانستان کې د پردیو له لاسوهنو پرته یو آزاد اسلامي نظام جوړ کړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

ساده ، شوده خو مکار کابلوفه !
د طالبانو اسلامی تحريک د نورو نړيوالو احذابو او تنظيمونو غوندی ندی چی د کفری اشغالګرو د غلامانو سره يي جفت(جوړه) کړی او نه هم دوی ستاسو ماتو او بګيلو په خوله کوی چی د مفسدو او فحاشو غلامانو سره دی واک وويشی او نه هم د دوی مبارزه او جهاد د څو چوکيو لپاره دی . طالبان اسلامی نظام قائميدل غواړی او اسلامی نظام د مفسدو او فاحشو غلامانو په شتون سره نسی راتلای .

غمی،پښتین

جوړ تازه،
بیلکل ښه مشوره،روسانو خلقیان په زور واک ته رسولی وه،حال یی څنګه شو؟
پاکستان مجاهدین واک ته په زور ور رسول ،مجاهدینو په خپل منځ کی سره وخوړل حال یی څنګه شو؟
پاکستان طالیبان هم واک ته ور رسول حال یی څنګه شو؟
امریکایانو هم خپل کسان په زور واک ته ور رسول حال یی څنګه دی؟
اوس چه طالیبان بیا د ولس په اوږو په زور سپریږی ،حال به یی داسی لکه د خلقیانو،مجاهدینو،او د اوسنی دولت،
په زور ،په متروکه،په کیبل،په کنداغ،په برچه حکومت نه کیږی،او نه چا کړی دی،

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close