د واحد فقیري سیاسي نوټونه

د خلیلزاد وروستي سفرونه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): اسوشیټیډ پریس لیکي خلیلزاد د خپلو وروستیو سفرونو په ترڅ کي د سولي پر اقتصادي ګټو باندي ټینګار کړیدی. خلیلزاد اوزبکستان، پاکستان، او قطر ته سفرونه وکړل، او هر ځای يې د اقتصادي انکشاف او سولي تر مینځ پر تړاو باندي اصرار کړیدی. 

خلیلزاد دغه راز د اقتصادي رشد لپاره پر سیمه ایزي همکارۍ باندي هم ټینګار کړیدی. هغه وايي چي په افغانستان کي سوله او ثبات د منطقې د امن سره تړاو لري.  

اسوشیټیډ پریس لیکي که څه هم خلیلزاد په سیمه کي څو ملکونو ته سفرونه وکړل، خو د کابل سره یې یوازي د ویډیو له طریقه کانفرانسونه وکړل. 

اسوشیټیډ پریس لیکي په داسي حال کي چي خلیلزاد خپل وروستي دپلوماتیکي سفرونه پای ورسول، خو د بین الافغاني مذاکراتو د شروع کولو لپاره کومه ټاکلې نېټه لا نده اعلام سوې. 

خلیلزاد پخپلو وروستیو ټویټونو کي لیکي چي د بین الافغاني مذاکراتو په مخکي باقي پاتي ستونزي باید ژر فیصله سي، څو بین الافغاني خبري شروع سي. 

خلیلزاد په خپلو وروستي ټویټونو کي لیکي،«طالبان دا مني چي د افغانستان د راتلونکي اقتصادي پانګوني لپاره باید ګرده طرفونه مصلحت او سازش وکړي.» 

د خلیلزاد او طالبانو تر مینځ په مجلسونو کي د قطر د انکشافي، پانګوني، او اقتصادي صندوقونو استازي هم شامل ول. 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close